امریکا ولي په افغانستان کې د جنايي جرمونو ارزونو مخالفه ده ؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد به یې د جرمونو نړیوالې محکمې هغو ارزوونکو ته د امریکا وېزې ور نه کړي، چې افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمنو د څېړنو لپاره امریکا ته ورځي.

د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې نړیوالې جنايي محکمې په خپل نشر کړي راپور کې وویل چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په افغانستان او له افغانستانه بهر د امریکا د مرکزي استخباراتو سي ای اې په سري زندانونو کې بشري جرمونه تر سره کړي چې ځینو یې تر ۲۰۱۴ کال پورې دوام درلود.

امریکا چې له یوې خوا خپل ځان په نړۍ کې د دیموکراسي او آزادي علمبردار بولي او پر افغانستان یې یرغل هم د دیموکراسي او قانون پلي کولو په پلمه کړی خو د همدغه پوځي یرغل په ترڅ کې یې په افغانستان کې پر صحي ، تعلیمي او مذهبي مراکزو باندې په بریدکولو سره داسي جنګي جرائم تر سره کړي چې خپله دوي هم ورباندې اعتراف لري او د وخت د جمهور رئیس بارک اوباما په شمول یې لوړ پوړو چارواکو د یادو جرمونو تر سره کولو له امله بښنه غوښتي.

د دغو جنګي جرمونو له جملې څخه یې یو هم په ۲۰۱۴ کې په کندوز ښار کې د بي پولې ډاکټرانو روغتون بمبارول و چې تر ۳۲ تنه زیات صحي کارکوونکي او ناروغان ورکې ووژل شول.

له دې پرته په کندهار، هلمند، اروزګان ، پروان ، کاپیسا، لوګر ، خوست ،ننګرهار غزني او … کې ګڼ شمیر داسې پیښې رامنځته شوې چې امریکايي ځواکونو پرولسي خلګو بریدونه کړي او د هغو په ترڅ کې یې په زرګونو ولسي کسان چې په هغو کې ډیری ښځې او ماشومان شامل وو وژلي او ژوبل کړي دي.

خو اوس چې د جنګي جرمونو نړیواله کمیټه غواړي په افغانستان کې د امریکایانو په لاس ترسره شوی جنایات وڅیړي د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کچه امریکايي چارواکي یې مخالفت کوي ، د یادې محکمې قاضیان ګواښي او چې کله هغوی غواړي د دغو مجرمینو د څار او تعقیب لپاره امریکا ته سفر وکړي نو سفري بندیزونه باندې لګوي او امریکايي ادارو ته د هغوی د تعقیب او مجازات دستور ورکول کوي.

د امریکایانو له دې اقدام څخه ښکاریږي چې په اصطلاح د تروریزم خلاف د هغوی له پیل کړي جګړې څخه د امریکا هدف د خپلو سیاسي مخالفینو له منځه وړل او په همدې پلمې سره د افغانستان او عراق په څیر خپلواک هیوادونه اشغالول دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

‍امریک خو د جنایتونو او ظلم يوه افسانوي مور ده هغه کله داسې عمل غواړي ! که یې وغواړي نو ببیا به دا فاسده امریکا په سلګونو ځلو محاکمه کیږي !! دنړۍ فاسد ترین ظالم دولت دی چې کلي یې د یوو محدود سپین پوستي اقلیت ګروپ په لاس کې دی او سي ای اې د عملیاتو ماشین دی ! الله پاک دې غرقه کړي زمونږ نازولي یې ناحقه را مړه کړل !!