افغانستان

کابل؛ د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د لومړي وزير د وروستيو څرګندونو په اړه په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړی دی.

تيره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان د هغه هيواد په باجوړ سیمه کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال ويلي وو چې په افغاانستان کې د سولې او ټيکاو ټينګښت د سيمې په امنيت او سوداګرۍ ښه اغيز لرلی شي او زیاته کړې يې وه چې په افغانستان کې يو داسې حکومت راتلونکی دی چې ټولو افغانانو ته به د منلو وړ وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د همدې څرګندونو په غبرګون په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړی دی او د نوموړي په څرګندونو يې توند غبرګون ښودلی دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده او زياته کړې يې ده چې دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې بربنډه مداخله ده.

بايد وويل شي چې د ګډ حکومت له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي اړيکي ترينګلې او باريکې دي چې وخت په وخت د دواړو هيوادونو ترمنځ په ځينو موضوعاتو ناندرۍ او بحثونه راپورته کيږي.

تر دې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلوۍ ټويټ کړی و چې د پاکستاني چارواکو غوسه يې راپارولې وه او پاکستاني چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ څرګندونې د هغه هيواد کې په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x