
هلمند؛ د سنګوري اربکيانو عمومي قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه ښار کې د هلمند د سنګوري اربکيانو قومندان د طالبانو په يو بريد کې وژل شوی دی.
د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه ښار اړوند د لومړۍ حوزې په سيمه کې د هلمند د امنيت اړوند د اربکيانو عمومي قومندان په يو تاکتيکي بريد کې وژل شوی دی.
احمدي وايي چې ياد قومندان چې قدرت الله نوميده او په حاجي اکا مشهور و په يوې تکتيکي چاودنه کې له خپل يو ساتونکي سره وژل شوی دی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند سيمه ييزو خبريالانو هم د نوموړي وژنه تائيد کړې ده خو دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
قدرت الله چې په هلمند ولايت کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو اړوند د سنګوري اربکيانو قومندان و په سيمه کې يې خلکو له ناوړه چلند څخه ډېر شکايتونه درلودل.