
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، که له افغانستان څخه راوتلو د ناټو له سازمان او خپلو متحدینو سره به یو ځای راوزو.
زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې په خپل ټويټر لیکلي، د نوموړي په خبره «له لومړۍ ورځې له ناټو او متحدینو سره ګډ کار کول زمو ږ لومړیتوب دی، موږ افغانستان ته یو ځای راغلو، دلته مو خپل شتون منظم کړ او که چېرې تلو د افغانستان او خپل امنیت او سولې په موخه به په ګډه دا هیواد پرېږدو».
یاده دې وي چې، زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې له طالبانو سره تر پنځم پړاو خبرو پای ته رسېدو څو ورځې وروسته کوي، که څه هم ددې خبرو ډېر جزئیات رسنیز نشول خو ددې مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته خلیلزاد په خپل ټویټر ولیکل چې، د امریکايي عسکرو ایستل او له افغان خاورې څخه امریکا او متحدینو ته یې خطر نه پېښېدل هغه دوه مهم ټکي وو چې دواړو لوریو ورباندې توافق کړی.
بالا نو کار خلاص دی څومره چی مسلمانان يو موټی و اوسی او د خپل خالق الله(ج) پر رسی ځانونه ټينګ کړی هغومره به بريالی وی ان شاءالله د دی اتلانو اتلولی به تر ډيره په اسلامی تاريخ کی د نورو اسلامی هيوادو لپاره ښه درس وی . دا چی پدی اتلانو کی پښتون،تاجک،ازبک ،هزاره اورنور محترم اقوام او قبايل شته دا ټوله د دی اتلانو پر تقوی او اهليت باندی ټينګار دی ، د پاک رب(ج) په پيرزونه به داسی ورځ راشی چی افغان ، ايرانی ، پاکستانی …خلص عرب او عجم ټوله ملی تعصب ته شا کړی او… نور لوستل »
خلیل زادصاحب دا غلامان موڅنګه کوۍ دوۍ خو ترخپلوښځوهم درته وفاداردي
ښایي خپلو دناټو ملګرو مودومره قربانۍ نه وي ورکړې لکه دوۍ چي دخپل هیواد چي دمورحیثیت لري قباله یې هم درکړه