کندهار: په چاودنه کې د نظم عامه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د نظم عامه قومندان، زمری خان وژل شوی دی.

راپور وایی چې له نوموړي سره د ملاګل په نوم یو بل قومندان، او یو قومي مشر شاه ولي خان هم یوځای وژل شوي دي.
یاده پیښه نن ماښام د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په ګل کلاچه سیمه کې رامنځته شوې چې ویل کیږي، د سړک د غاړې ماین چاودنه وه.

زمری خان او ملګری یې

د کندهار سیمه ایز خبریال صدیق الله افغان، هم د پیښې د تصدیق ترڅنګ پرخپله فیسبوک پاڼه د وژل شویو تصویرونه او د هغوی په اړه جزیات خپاره کړي دي.

نوموړی وایی چې دغو کسانو ته ماین د حاجی شاولي د باغ په خوله کې ایښودل شوی و، کله چې د قومندان زمري موټر دغه ځای ته ورسید ورباندي وچاودید.

زمری او شاولی خان

د پیښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستي.

دا په داسي حال کې ده چې څو شیبې وړاندي له هلمنده هم د یو مخکښ قومندان، قدرت الله د وژل کیدو خبر ورکول شو.

قدرت الله 

قدرت الله چې په حاجي اکا مشهور و، او په هلمند ولايت کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو اړوند د سنګوري اربکيانو عمومي قومندان و؛ په يوې تکتيکي چاودنه کې له خپل يو ساتونکي سره وژل شوی دی او درې نور ساتونکي یې ټپيان دي.

نوموړی په سيمه کې په دې سره مشهور و چې له خلکو سره یې ډېر ناوړه چلند کاوه ، او خلکو ترې ډې شکايتونه درلودل.
د هلمند د پیښې پړه طالبانو منلي او ویلي دي چې هغه د دوی له لوري په یو تکتیکي برید کې وژل شوی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه او نیکی هیلی.
ټول وژل شوی د الله ج وبخشی،که عسکر که قوماندان او که طالیب وی.
دا دسوله خبری راوانی دی،که دا وژنی ته لږ صبر وکړی .الله ج به اجرونه در کړی.
په نیوزلیند کی خو عیسوی مسلمانان شهیدان کړل.
نو تاسو خو ځانونه مسلمانان بولی او د سوله خبری هم راوانی دی ،دا قتل په کوم جرم؟