نړۍ

له نيوزيلنډ وروسته لندن کې هم د جومات مخته پر يوه لمونځ کوونکي د چړې برید شوی

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): نيوزيلنډ کې پر دوو جوماتونو له ترهګريز برید وروسه د برتانيې په پلازمېنه لندن کې هم يوه چاړه پر لاس بریدګر د جومات مخته پر يوه لمونځ کوونکي برید کړی، چې له امله يې نوموړی مسلمان پر سر ټپي شوی دی.

برتانوي رسنۍ وايي، چې له بریدګر سره دوه کسان نور هم ملګري وو او په نتيجه کې يې يو لمونځ کوونکی ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې درې واړو کسانو له بريد وروسته د اسلام مخالف شعارونه ورکول.

د لندن پوليس وايي، چې ۲۷ کلن مسلمان د درملنې لپاره رغتون ته لېږدول شوی او روغتيايي وضعيت يې  ښه بلل شوی دی.

د ټپي شوي مسلمان هويت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د پوليسو په وينا شل کلن بریدګر  له پېښې وروسته په تېښته بريالی شوی او دوی يې د موندلو لټون پيل کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې لندن کې پر لمونځ کوونکي دا برید وروسته تر هغه شوی، چې د تېرې جمعې په ورځ د جمعې لمانځه پر مهال د نيوزيلنډ پر کرايسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتو د يوه سپين پوستي له لوري په ترهګريز بريد کې د يوه افغان په شمول لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي وو.

په دې وروستيو کې په غرب کې د  مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي او د برتانيې او امریکا سربېره  په نورو غربي هېوادونو کې هم پر مسلمانانو بريدونه ډېری شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x