افغانستانخبرونه

طالبانو په خپل لګښت ۱۸ پلچکونه او «۱۰» کیلومتره سرک رغولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، په فراه ولایت کې یې د ولس په  همکارۍ  او خپل مالي لګښت باندې «۱۸» پلچکونه رغولي او «۱۰» کیلومتره سرک یې ترمیم کړی.

د طالبانو په وینا دا کار یې د عامو خلګو د هوساینې او هغوی ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیا جوړولو په موخه کړی.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په دې اړه په خپل ټويټر لیکلي «دافغانستان اسلامي امارت په خپل مالي لګښت دفراه فراهرود، تودنک اوعبدالله خیلوسیموکي۱۸پلچکان جوړکړل اولسي خلګوته یي دخپلومریضانودرسولواونورومشکلاتوپروخت دموټرودتګ راتګ اسانتیاوي برابرې کړي».

احمدي زیاتوي «همدارنګه دګلستان ولسوالۍپه مربوطاتوکي یې هم داولس په همکارۍ۱۰کیلومتره مواصلاتي سړک ترمیم کړ».

یاده دې وي چې طالبانو په دې وروستیو کې د عام المنفعه کارونو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راوستی، دوی تر دې وړاندې  په کندز، پکتیکا او ګڼو نورو ولایتونو کې هم سرکونه او پلچکونه رغولي او ګټې اخستنې ته یې سپارلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بشیر احمد همدرد

هههههه ښه شاخداره تبلیغی دروغ! که چیری یو سړی د کابل څخه تر هرات پوری سفر وکړی او بیا همدارنګه د کابل ګردیز او خوست پکتیکا ته لاړ شی ورته ښه جوته کیږی چه طالبانو په زر هاو غټ او کوچنی پلچکونه ویجاړ کړی دی، دوی خو اوس یوازی د انکشافی کارونو مخنیوی کوی او زیر بنایی پروژی چه بلخصوص د ګاونډیو په لمسون له مینځه وړی، زما نظر داده چه طالبان هم ددی ملک وکړی دی او ددی سیاسی او نظامی مخالفین دی او دا ملک هم د امریکا تر ولکی لاندی ده باید د ددواړو مخالفی ډلو او… نور لوستل »

مجاهد

مونږ څومره نیکمرغه یو چه تر ملایکو هم پورته طالب مجاهدین الله ج مونږ ته راکړی تاسی وګوری چه په دغو کمو امکاناتو د جهاد په څنګ کی مونږ ته پلونه، پلچکونه او سرکونه هم پرابروی دی ډول خلکو ته ملایکی د تعظیم سجده کوی دوی د خلافت د سپیڅلی مقام وړتیا لری

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x