د زوم او خواښې جنجال

خالد افغان زوی

پخوا به زوم د خواښې خسر لپاره زین کړی آس بلل کیده. په کلي مالت کې به چې کوم بې کسه فامیل نارینه اولاد نه درلود، نو کوښښ به یې کاوه چې د کلي یو تکړه او مټور ځوان ته خپله لور ورکړي او د کلیوالو په اصطلاح په غلامۍ( زومولۍ) یې ونیسي. د کلي مټور او بریتور ځوانان چې په ټول عمر به یې د چا خبره نه وه وړې. خو چې کله به د کومې څالاکه خواښې په دام کې ولوېد، نو سم د بګۍ آس به ترې جوړ شو.  په شنه سهار به له خسرګنۍ حال ورته راغی: هله اجاڼۍ غوښتی یې . . . چې هلته به ورغی نو به خواښې ورته امر وکړ چې : هلکه شمناروزه!  دا ښځې مځې خو نن زیارت ته بوځه . . .! شمناروز لالا به خرې او خره په کته کړل، بخملي پړستنې به یې پې واچولې، ناسکه خواښیانې، ماما ناوې، کاکا ناوې او د خسرګنۍ د ښځو ګله به یې په مخه کړه، تر څو د خواجه مست ګړندي زیارت پې وکړي. په زیارت کې به که کومه ښځه پیریانو بیرانه کړه، نو شمناروز لالا باید سمدستي چارقُل پرې ویلی وای. که به په لاره کومه خره غومبسې وچیچله، لغتې او ټوپونه به یې پیل کړل او کومه بوډۍ به یې وغورځوله، نو زوم شمناروز لالا باید خره لومړی رام کړې، بیا یې سنګینه سزا ورکړې او بیرته یې په کته کړې وای. که به د کومې ښځې ماشوم په پرتاګه کې بولې کړې وې. نو ککړ پرتګونه او ورڼي مینځل هم د شمناروز لالا وظیفه وه. زوم شمناروز لالا به ظاهرا زیارت ته د راغلي کاروان مشر بلل کیده، خو په حقیقت کې به د ښځو خادم او چپړاسي وو.

شمناروز لالا به چې له زیارته ستړی ستومان راستون شو. نو د خواښې درګاه ته به رسیدو به ځان داسې مأجور او مغفور ورته ایسیده، لکه له في سبیل الله غزا نه چې راستون شوی وي. خواښې به یې د چرګو په بغریو وګرځېده، څو هګۍ به یې راپیدا کړې او شمناروز لالا ته به یې خاګینه برابره کړه. شمناروز لا لا به په پاستو او خاګینې برید پيل کړ او ورسره به یې خواښې ته د زیارت د سفر داستان هم په پوره تفصیل شروع کړ، چې څرنګه یې یاغي شوې خره راونیوله او څو لغتې یې کش کړه. . .

بس نو د شمناروز لالا به همدا ژوند و او ټول عمر مجبور و چې د خواښې د اوامرو بارونه وچلوي. هله شوتله راوړه. هله غوا غوایي طلبه ده. هله د اجاڼۍ د سرمینځلو ښوره تمامه ده او داسې نور بیلابیل امرونه . . . خو په دې اوامرو او کارونو کې به که له شمناروز لالا څخه لږ  ځنډ او تاخیر وشو او یا به یې له خولې داسې خبره ووتله چې د خواښې د مزاج سره به نه لګیده. بیا به شمناروز لالا د سختو عتابونو مستحق بلل کیده. په داسې وخت کې به د شمناروز لالا خدمتونه او تاریخي کارنامې(!) هیچا هم نه یادولې. بلکې د خسرګنۍ کره به یوازې د شمناروز لالا په اړه منفي خبرې، اعتراضونه او غیبتونه خوله په خوله کیدل. دا وخت نو زوم بیچاره (شمناروز لالا) مجبور و چې هر څومره ژر  خپله خبره بیرته واخلي. د خواښي په مخکې د توبې او اعتذار په دود ( خط بیني) کش کړي او ژر تر ژره د خسرګنۍ لپاره خپل اخلاص ثابت او څو داسې تاریخي خدمتونه ترسره کړي چې پخوانی خوابدون په کې ورک شي. په دې ورځو کې به نو بیا شمناروز لالا یو دم دومره مخلص شو چې سهار به خواښې را پاڅیدله. نو کتل به یې چې غواګانې لمر ته تړل شوې، غوجل صفا شوې، چرګانو ته ډوډۍ اچول شوې، خره خرخره شوې او حتی د لمدو غوشایو څپیاکې په دیوال تپل شوي دي. دا کارونه به ټول شمناروز لالا په خپل ابتکارکړي وو.

زموږ د زمانې شمناروز لالا خو به پیژنئ، حمد الله محب در یادوم د اشرف غني د ملي امنیت مشاور، دا هلک چې ننګرهار کې وزیږېد، د هجرت کمپونو کې لوی شو او بیا د امریکا له یرغل وروسته په کوم بورس لویدیځ ته لاړ، نو د نړیوالې خواښې(امریکا) مینه پرې راغله او د خپلې نازولې لور ( لائل آدامز) په واسطه یې په خپل جال کې راوست.

لائل آدامز د امریکا نیو یارک ته نږدې په Asheville ښار کې زیږېدلې وه. د باسټن له پوهنتون څخه یې د مرکزي او جنوبي ختیځ آسیا په چارو کې ماسټري درلوده. حمد الله محب له همدغې امریکنۍ نجلۍ سره واده وکړ او د جنجالي خواښې(امریکا) د زومولۍ طوق یې غاړې ته واچوه.

د نړۍ په سطحه د امریکا دنورو زومانو لکه خلیل زاد وغیره په څیر حمد الله محب هم نور لکه شمناروز لالا د خواښې د بارونو ټټو شو. هله افغانستان ته لاړ شه، هله په لندن کې د افغان محصلینو اتحادیه جوړه کړه، هله امریکا کې سفیر شه، هله کابل ته لاړ شه. محب شمناروز د خواښې دغه ټول اوامر په پټه خوله او مړه څټ عملي کول او خواښې ورته په بدل کې ډالري خاګینه ورکوله.

شمناروز محب خان څو کاله د امریکایي خواښې لپاره ایسته دورې منډې رامنډې وکړې او په دې وروستیو کې یو ځل بیا د خواښې کره په خصوصي سفر لاړ تر څو د نورو وظائفو په اړه امرونه ترې ترلاسه کړي. خو په دې سفر کې خدایزده د محب خوله غلطه شوه او که د خواښې اوامر ورباندې درانه شول چې د خواښې د یوه بل زوم خلیلزاد په باره کې یې څه کږه غوندې خبره وکړه.

بس نو همدغه وړه خبره سبب شوه، چې د خواښې په تندي کې دوولس بجې شوې، د خسرګنۍ کره د شمناروز غیبتونو زور واخیست. په اول قدم کې فیصله وشوه چې شمناروز باید د خسرګنۍ خصوصي مجلس ته احضار او په خپلو خبرو توبه ګار کړل شي. ورپسې ځینو وویل دغه زوم باید د زومانو له لست نه حذف او بندیز پرې ولګول شي، خپله خواښي تر اوسه هم شمناروز ته په سزا کې ورکه ده او وروستۍ فیصله یې نه ده اعلان کړې.

بالمقابل محب شمناروز چې په خپله غلطي پوهیدلی، درګرده یې د اخلاص او عقیدت د ثابتولو اکټونه پیل کړي. هر سهار په رسنیو کې د خواښې ثنا صفت بیانوي. د ټویټر په دیواله د خواښې د مرداریو څپیاکي تپي، بیاورباندې په ډیر مهارت ګلان او مارپیچونه جوړوي، تر څو که وکولای شي د خواښې خپه شوی زړه را خپل او عذر یې قبول شي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

د ټیوټر په دیوال څپیاکې (چاپکې)،،،،، ډېر عالی

جلال
میلمه
جلال

ای با عطمته پاکه خدایه تا پناه ورو، غلامی سخته خواری ده.

جميل
میلمه
جميل

ډيره خوندوره کيسه وه ، د شمناروز دی بلا پر وګرځی .

احمدرحیم
میلمه
احمدرحیم

خسر الدنيا والاخرة

هارون
میلمه
هارون

د ده خواښې کم له کمه سپينه خو ده، د تور مخې خواښې سره به څه کوو؟؟؟ ههههههههههههههههههههههههه

بسم الله
میلمه
بسم الله

افغانزوی صاحب! رشتونی خپلواک یاست الله ج دی اجرونه درکړی د غلام محب او غلام غنی دغلامی تمثیل دی د زوم او خسر په قیصه کی ښه تمثیل کړی ډيره می خوښه شوه په رشتیا هم داسی ده د محب ، د خلیلزاد ، د غنی او نورو غلامانو زوم ولی د همدی د پاره وی چه له دوی څخه د خرو په شان ناوړه استفاده وکړی او ویی کړه او کوی یی . بلکل همداسی ده مګر ځینی کوچنی زومان یی د مجانو به شان رسنیو حتی به همدی پاڼه کی د شړومبو د مجانو به شان بنګیږی او… نور لوستل »