کندوز، چهاردره، پر یوه دیني مدرسه د بمبار وروستی حالت

کندوز او خوست کې عملیاتو ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په خلازيي سیمه کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې درې ولسي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.

ځايي سرچینې وايي بهرنیو او دولتي ځواکونو اته تنه نور له ځان سره وړي او خلکو ته يې درانه مالي تلفات هم اړولي دي.

د کندوز ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو دا پېښه غندلې او لیکلي يې دي «ګڼ کورونه يې ویجاړ کړي، شخصي وسایط يې تخریب کړي او مالونه يې چور کړي دي.»

په ورته وخت کې تېره شپه د خوست په باک ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو یو تن کلیوال پخپل کور کې د ننه وژلی دی.

دوی د باک په سمن خېلو کې پر یو کور د چاپې پر مهال د هغې کورنۍ مشر د کورنیو له نورو غړو رابېل او په بېله کوټه يې په ډزو وژلی.

ځايي اوسېدونکي وايي حاجي لونګ یو کروندګر سړی و چې کور يې هم له ولسوالۍ سره په څومترۍ کې دی، چې د وژنې لپاره يې هیڅ پلمه هم لاس کې نه لري.

kohst-lawang

حاجي لونګ

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د میدان وردګو د سید اباد په شیخ اباد کې هم عسکرو د جومات یو امام وواژه او وړمه ورځ د پکتیا په زرمت کې هم درې تنه ولسي وګړي د عسکرو د ټوپک شپېلیو ته برابر شول.

دا په داسې حال کې دی چې د بشري حقونو کمیسیون هم دولتي ځواکونه پر ملکي تلفاتو ملامت بللي او غږ يې پرې کړی چې د جګړې په اهدافو کې دې دقت وکړي، خو خواله رسنیو کې د ملکي تلفاتو غبرګون کې بوخت فعالان وايي دولتي ځواکونه قصداً ملکي وګړي په نښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د