افغانستان

د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور د تیرې شپې راهیسي چاپه روانه ده – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر کور باندي چاپه روانه ده.
د نوموړي دکورنۍ یوه غړي نن ټکی اسیا ته وویل چې د تیرې شپې راهیسي د اسدالله خالد ځانګړو عسکرو د ملا سلام ضعیف پر کور چاپه اچولې او تر اوسه یې کور محاصره ساتلی دی.

نوموړي وویل چې ضعیف په دې وروستیو کې کندهار ته تللی وو، د کندهار څخه د راتګ وروسته سمدستي هغه ته اخطار ورکړل سو او هممهاله چاپه باندي ووهل سول.

ملا عبدالسلام ضعیف چې په قطر کې هم کور لري، د کورنۍ غړي يې وايي، د اسد الله خالد له لوري ورته مکرر ګواښونه شوي او یو ځل یې حتی پر سینه د «لیزر» نښان هم له لیري ایښودل شوی تر څو ورته وښيي چې زمونږ پر نښانه یاست.

دا پېښه جریان لري، د نویو معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته به خبر اپډيټ یا تعقیب شي..

د پيښې له ځایه تازه انځورونه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین صافی

کورنیو چارو وزارت: امینتي ځواکونو د ملاضعیف کور نه، د ملاطوطي کور، چې د ځمکو غاصب دی، محاصره کړی و.
نن ټکی اسیا : اول تحقیق کوئ بیا خبر نشروئ دخبرونو نه مو هسی ریشخند جوړکړی .

احمد

سلام ورحمت الله،
يك متل است كه ميگن، خر عيسىٰ گرش به معكه برند چو پس أيد باز هم خرباشد.
اين رزيل تقريباً مردار شده بود اما بازهم شرم و حيا ندارد، آرزو دارد كه در همان غلامى و مذدورى مردار شود.

لونګ

زما طالبانو سره جوړه نده خو کچیری ضعیف صیب ته کومه صدمه او نقصاړ ورسی بیا به ګوری چی زه څه کوم. ضعیف صیب افغان ملا دی او زه د زړه له کومی ورته احترام لرم. الله د د آینده حکومت مشر کړی چی زه یی هم یو عسکر شم.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x