روغتیا

غوږونو کې د «مالوچو ډکی» استعمالول زیان رسوي!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۷ل): عموما تاسې به لیدلي وي چې د غوږونو پاکوالي لپاره د مالوچو ډکی استعمالیږي، خو دغه څیز غوږونو ته تر بل هر څه ډیر زیان رسوي او ډیر وار ددې احتمال وي چې له کبله یې پرده پرې یا سورۍ شي.

اوسمهال په نړۍ کې زرګونه کسان په غوږونو کې د مالوچو د ډکو وهلو له کبله په روغتونونو کې بستر دي، که څه هم ډاکتران ددې د نه استعمال په اړه ټینګار کوي خو سربېره پر دې هم ډیر خلک ددې استعمال کوي.

ددې په اړه په برتانیه کې یوه پېښه ثبت شوې، چې یو کس د غوږونو پاکولو لپاره د مالوچو ډکي استعمال له کبله د مرګ ګواښونکي انفیکشن سره مخ شوی دی، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د مالوچو ډکی یې د غوږ پرده کې ایسار شوی و.

که څه هم لږه اندازه د مالوچو ډکی غوږ کې وهل زیانمن نه بریښي خو ددغه کس لپاره هغه مهال زیامن ثابت شو کله چې دا له سخت مکروبي انفیکشن سره مخ شو، آن چې زیان یې دماغو ته رسیدلی و.

دغه ۳۱ کلن کس له عملیاتو ترسره کولو وروسته یوه اوونۍ روغتون کې بستر و، بیا یې تر ۲ میاشتو درمل استعمال او ځانګړی پرهیز وکړ چې اوس له دغې ستونزې خلاص شوی دی.

له دې وړاندې په یوې طبي څیړنې کې ویل شوي وو چې له غوږنو څخه د ګندګۍ راویستلو لپاره د مالوچو ډکی په غوږونو کې وهل زیانمن ثابتیږي، ځکه چې په غوږ کې دغه مواد د غوږ ساتنه کوي او د مالوچو ډکی یې د پاکوالي پرځای پردې خواته ټيل وهي چې د ګټې پرځای یې زیان زیات وي.

د زیاتې پاملرنې لپاره د مالوچو ډکي پر ډبي خبرداری هم ورکړل شوی وي چې «دا په غوږونو کې مه وهئ!»، سربېره پر دې د امریکې یوې اکادیمۍ ددغې ډکو د استعمال مخنیوي لپاره بېلا بېلې لارښونې کړي دي.

له دې وړاندې په هند کې یوه ډاکټر د داسې ناروغ ویډیو خپره کړې وه چې په غوږ کې یې د مالوچو ډکی وهلی و، ډاکټران له یاد ناروغ څخه پخوانی ایسار شوی مالوچ راوباسي چې ناروغ ته یې په اړه معلومات هم نه و، د وخت په تېریدو سره دا دماغو ته زیان رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x