
اشرف غني عربي اماراتو ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د یو پلاوي په ملتیا نن سهار د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی دی.
د ارګ خبرپاڼه لیکي، نوموړی به له امیر او ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وویني او ځينې هوکړه لیکونه به لاسلیک کړي.
د سرچینې په وینا دواړې خواوې به د پوهنې، کلتور، لوبو او کانونو په برخه کې شپږ هوکړه لیکونه سره لاسلیک کړي.
د دې تر څنګ به دواړه اړخونه د ګډو همکاریو په تړاو شریکه اعلامیه هم خپره کړي.