نړۍ

يو پخوانی امريکايي پوځي ایران کې په لس کاله بند محکوم شوی

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): یو پخوانی امريکايي پوځي مايکل وايټ په ایران کې بندی دی او مدافع وکيل يې وايي، چې موکل يې د ایران مذهبي لارښود اية الله خامنه يي ته د سپکاوي او له يوې ایرانۍ ښځې سره په انټرنيټ شريک عکس خپرولو په جرم  په لس کاله بند محکوم شوی دی، خو ايراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مايک وايټ وکيل وايي، قضايي ارګانونو د هغه د موکل د بند او جرم په اړه ده ته نور جزيات نه دي ورکړي.

مارک زيډ د مايکل وايټ د کورنۍ له لوري په امریکا کې د هغه د قضيې مدافع وکيل ګومارل شوی دی.

امریکا له ایران سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري او د مايکل وايټ کورنۍ وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت  په تهران کې د سويس سفارت له لارې د هغه قضيې ته لاس رسی موندلی او څاري يې.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي وايي،  چې مايکل وايټ ته يې مدافع وکيل نيولی، خو په امریکا کې د هغه وکيل رسنيو ته ويلي، چې د ده موکل ته نيول شوی وکيل په انګيسي خبرې نه شي کولی.

د وايټ کورنۍ وايي، چې نوموړي سره په زندان کې ناوړه چلند کيږي، خو د  ایران د بهرنيو چارو وزارت دا تورونه رد کړي دي.

۴۶ کلن مايکل وايټ ديارلس کاله د  امریکا په  سمندري ځواکونو کې دنده ترسره کړې او د هغه مور وايي، چې زوی تهران ته د خپلې ملګرې د ليدو لپاره ورغلی و.

نوموړی په داسې حال کې په ایران کې په لس کاله بند محکوميږي، چې له تېرو څو دوو کلونو راهيسې د تهران او واشنګټن اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې دا لومړی امریکايي دی، چې په ایران کې په بند محکوم شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x