نیت د مسلمان د زړه رادار دی . . . (5)

ليكنه : مفتي احسان الله رشاد

د مسلمان نیت په هر عمل کې زیات اهمیت لري ، نیت د روح په مثال دی او اعمالو د جسد ، نیت د درختي د ريښو په شان دی ، او اعمال يې د ښاخو ، که روح نه وي ، بدن په مړو کې حساب دی ، او که د ویني ريښې پرې شي نو ښاخونه به يې د زمکي پر سر را پرېوزي ، نو ځکه په هر عمل کې نیت ډیر مهم دی ، که مو نیت صحیح و ، عمل مو سالم او ثواب ورباندي مرتب دی ، خو که نیت فاسد وي ، عمل مو نه دا چې د ثواب ذریعه نه کیږي ، بلکي ریاء ، سُمعت او شرک ترینه جوړیږي .

علامه انور شاه کشمیري رحمه الله تعالی په حجة الله البالغة (2/ 257) کې وايې :

د نیت اصلاح د برکاتو د نازلېدلو سبب دی .

علامه زحیلي رحمه الله تعالی په الفقه الإسلامي وأدلته (1/ 226) کې داسي لیکي :

نیت د مسلمان زړه رادار دی ، یا به يې د خیر لور ته سوق کړي او یا د شر خوا ته .

نیت د مسلمان د عمل دارومدار دی ، او د شرعي اعمالو لکه : عبادات او معاملاتو د سوچه کولو معیار دی ، په دې سره به شرعي عمل یا صحیح سي او یا به ورباندي باطل او بې کاره سي .

نیت پر عمل باندي د آخیرت د ثواب لامل دی ، یا به د ثواب او د تل پاتي جنتو لپاره لامل وګرزي ، لکه د جهاد نیت ، د مؤمنانو سره مینه او د زړه صفايې او یا به د عذاب ، کین، حسد او بغض ، ریاء ، شهرت او د ځان ښکاره کولو سبب سي .

د چا چې نیت ښه سو او باطن يې صالح سو ، نو بس په دنیا او آخیرت کې کامیابه او سرلوړی دی ، او د چا چې نیت خراب سو ، باطن يې فاسد سو ، نو په دنیا او آخیرت کې تاواني سو .

د مسلمان د اعمالو لپاره نیت ستر اهمیت لري ، په نیت سره سړی کولای سي ، چې ښه زیاتي نیکیاني بې له کوم مشقت او تکلیفه وګټي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : دنیا څلورو نفرو وګټله :

اول : هغه سړی ، چې الله ورته مال او علم دوراړه ورکړي وي ، په دې کې ښه پرهیزګاره واوسي ، صله رحمي په کې وکړي ، او په دې کې د الله حق وپېژني ، دا نو تر ټولو ښه منزلت دی .

بل هغه څوک چې الله ورته علم ورکړی وي ، او مال يې نه وي ورکړی ، خو دی ښه نیت لري ، او وايې : که مي مال درلودای ، نو فلان فلان کار به مي کړی و ، بس دا سړی په نیت سره اجر ګټي ، دا او ړومبی سړی سره برابر دي .

او بل هغه څوک دی ، چې الله مال روته ورکړی وي او علم نلري ، په مال کې تنګدستي کوي ، په دې کې پرهیزګاري نه کوي ، صله يې رحمي نه کې پالي ، او په مال کې د الله حق نه پېژني ، دا نو تر ټولو بد منزلت والا دی .

او بل بیا هغه څوک دی ، چې نه مال ولري او نه علم لري ، خو دا سړی وايې : که زما مال وای ، نو ما به فلان کار په کړی وای ، بس له دې سړي سره د ده په نیت معامله کیږي ، ، د دې او مخکني سړي اجر سره برابر دی ( یعني : له چا سره چې مال هم لري علم هم لري ، او نیک عمل کوي ، له دې سره د دې سړي چې نه مال لري او نه علم لري ، خو نیت لري ، دواړه په اجر کې سره برابر دي ) . سنن الترمذي ت بشار (4/ 141)

نو ګرانه لوستونکي زرینه موقع ده !

کوښښ وکړه ، او ژر تر ژره داسي نیت وکړه ، چې که مي مال درلودای ، نو صله رحمي به مي په کړې وای ، د مورو او پلار سره به مي نیکي په کړې وای ، د فقیرانو ، محتاجو او مسکینانو لاس نیوی به مي کړی وای ، مسجدونه به مي په جوړ کړي وای ، مدارس به مي په جوړي کړي وای ، د حق د لاري مجاهدین به مي په تیار کړي وای ، چې د کفارو سره يې په ښه توګه جهاد کړی وای ، د مسلمانانو بندیان به مي په ازاد کړي وای ؛ د یاد حدیث په رڼا کې که تاسو دا رنګه نیت وکړئ ، نو که څه هم یو څه هم په عمل کې ونکړئ ، خو بیا به هم الله رب العزت د دې ټولو ثوابونه در کوي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد کوي : څوک چې له زړه د الله څخه د شهادت غوښتنه وکړي ، الله به يې د شهیدانو مرتبې په برخه کړي ، که څه هم پر خپل ځای مړ سي . صحيح مسلم (3/ 1517)

له دې حدیث څخه دا په ښکاره معلومیږي ، چې یوازي په نیک نیت سره الله د شهادت مرته ور په برخه کوي ، ځکه د شهادت روښتني غوښته داسي ده ، ګواکي ده ځان د شهادت لپاره وسپاری او زړه يې ورباندي راضي سو ؛ او دا هم یاد ساتئ ! چې د مجاهدینو لپاره په جنت کې سل درجې دي ، چې د یوې او بلي درجې په منځ کې د ځمکي او اسمان فاصله ده .

نو مناسب دا دی ، چې مسلمان په هره دعا کې د زړه له اخلاصه د شهادت غوښتنه وکړي .

عمر رضي الله تعالی عنه به دا دعا کوله ، چې الله دي ، د الله په لار کې شهادت را نصیب کړي ، او الله مي دي مرګ د ده د رسول په ښار کې وګرزوي . لور حفصې ( رضي الله تعالی عنها ) ورته وویل : دا نو څنګه سره کېدلای سي ؟ ده ورته جواب ورکړ : چې که د الله خوښه سي ، نو وبه سي ، هغه همداسي وسول ، مجوسي هلته په شهادت ورساوی .

ملا علي قاري رحمه الله تعالی وايې : چې دا هم مستحب ده ، چې سړی د الله څخه د رسول صلی الله علیه وسلم په ښار کې د مرګ غوښتنه وکړي . مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح (3/ 1157).

یحیی بن کثیر به ویل : چې نیت زده کړئ ، ځکه نیت تر ټولو غوره عمل دی .

ځیني علماء وايې : د نیت تجارت د علماؤ تجارت دی ، ولي چې علماء په دې پوهیږي ، چې څرنګه نیت وکړي ، او له کوم عمل سره د کوم عمل نیت مل کړي ، نو له دې نه دا واضحه سوه ، چې د نیت لپاره تر ټول غوره شی ، هغه علم دی .

یاد ساتئ ! د نیت تجارت ، هغه غوره تجارت دی ، چې په لږ وخت کې ډیره ګټه لري .

نور بیا . . .

2019-03-17

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د