
ځـوانـي
مـهـاجـر مـدثـر
ځواني يوه شيبه ده د شيبو تر مينځ تيريږي
د ميني او نفرت د کشالو تر مينځ تيريږي
مينه هنګامه يې په مهينو زړونو اوري
ټپه چي د مينو اسويلو تر مينځ تيريږي
نيمکښه زندګي مي د افغان بچي تصوير دی
له پيل نه تر پايلې د جنګو تر مينځ تيريږي
نيم دلته مدرسه کي او نيم هلته په سنګر کي
نيم بل طرف د تورو زندانو تر مينځ تيريږي
جوته ده چي نور مو ورور ولي زغملی نشي
بدمرغه ډيورنډ لاين د ولسو تر مينځ تيريږي
زه تن وم ته مي زړه وي دواړه يو بل کي يو بل وو
ته خاندي زما چيغه د سلګو تر مينځ تيريږي
څيښتنه توره شپه د ليوه ذاتو سپو له ډاره
ستومانه قافلې د کږليچو تر مينځ تيريږي
ښايسته ! سپين قانون دي مونږ په تور باندي بدل کړ
حياوي مو بربنډي د پردو تر مينځ تيريږي
ميوند په وينو رنګ دی نه ايوب نه ملالۍ شته
زلموټي په ملا خم د غيرتو تر مينځ تيريږي
ټول غوږ شئ ټول يې واورئ له عمره تر عمره !
ښوی سري مو تش لاس د ايمانو تر مينځ تيريږي
اوچت مو کړ په نيت د خوږو شاتو خبر نه وو
چي تريخ زهرجن غوړپ به د خوږو تر مينځ تيريږي
پدې چي مدثره! انځورګر دی د پۍ مخو
غزل غزل زړګی مي د چړو تر مينځ تيريږي