د ډوډۍ په هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم طبي پوهه

عبدالمالک همت

وايي چي حضرت ام ایمن بي بي رضي الله عنها اوړه غلبېل کړل او له هغو څخه يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډوډۍ پخول. رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغې څخه پوښتنه وکړه چي دا څه شي دی؟ هغې ورته وويل چي دا يو ډول ډوډۍ ده چي زموږ په سیمه کي يې پخوي، نو زما هم خوښه سوه چي تاسي ته له دغو اوړو څخه ډوډۍ پخه کړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دغه سبوس بېرته په دغو اوړو ګډ کړه او بیا يې له سره واغږه.

د حدیث متن دادی:

عَنْ أُمِّ أَيْمَنَ أَنَّهَا غَرْبَلَتْ دَقِيقًا، فَصَنَعَتْهُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَغِيفًا، فَقَالَ: ” مَا هَذَا؟ ” قَالَتْ: طَعَامٌ نَصْنَعُهُ بِأَرْضِنَا،فَأَحْبَبْتُ أَنْ أَصْنَعَ مِنْهُ لَكَ رَغِيفًا، فَقَالَ: رُدِّيهِ فِيهِ ثُمَّ اعْجِنِيهِ۔(ابن ماجه3336شمېره حدیث دغه حدیث د احادیثو نامتو کره کوونکي علامه الباني حسن الإسناد بللی دی).

له دې حدیث څخه ښکاري چي حضرت ام ایمن رضی اللہ عنہا چي کوم سبوس له اوړو څخه وایست بې ګټي ورته ښکارېدی، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په ګټه پوهېدی ځکه يې هغې ته وویل چي بېرته یې د اوړو سره ګډ کړه.

دغه راز بل حدیث شریف دی:

عَنْ أَبِي حَازِمٍ قَالَ سَأَلْتُ سَهْلَ بْنَ سَعْدٍ فَقُلْتُ هَلْ أَكَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ النَّقِيَّ فَقَالَ سَهْلٌ مَا رَأَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ النَّقِيَّ مِنْ حِينَ ابْتَعَثَهُ اللَّهُ حَتَّى قَبَضَهُ اللَّهُ قَالَ فَقُلْتُ هَلْ كَانَتْ لَكُمْ فِي عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنَاخِلُ قَالَ مَا رَأَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُنْخُلًا مِنْ حِينَ ابْتَعَثَهُ اللَّهُ حَتَّى قَبَضَهُ اللَّهُ قَالَ قُلْتُ كَيْفَ كُنْتُمْ تَأْكُلُونَ الشَّعِيرَ غَيْرَ مَنْخُولٍ قَالَ كُنَّا نَطْحَنُهُ وَنَنْفُخُهُ فَيَطِيرُ مَا طَارَ وَمَا بَقِيَ ثَرَّيْنَاهُ فَأَكَلْنَاهُ.

ژباړه: ابوحازم وايي چي له سهل بن سعد څخه مي پوښتنه وکړه ورته ومي ویل: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپینو اوړو ډوډۍ خوړلې ده. سهل وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه مهاله چي لوی څښتن د پيغمبر په توګه وپاڅاوه بیا تر هغه مهاله چي لوی څښتن يې روح واخیسته سپینه ډوډۍ نه ده لیدلې. بیا ما ورته وویل: آیا تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وختو کي غلبېلونه درلودل؟ هغه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه مهاله چي لوی څښتن د پيغمبر په توګه وپاڅاوه بیا تر هغه مهاله چي لوی څښتن يې روح واخیست هیڅ غلبېل نه دی لیدلی. ما ورته وویل: نو تاسي د هغو اوربشو ډوډۍ چي نه وې غلبېل سوي څنګه خوړل؟ هغه وویل: موږ اوربشي اوړه کولې او هغه مو پوکلې(سبوس مو ځنی پوکی) څنګه چي به يې سبوس والوت، پاته اوړه به مو اخښل او اوربشینه ډوډۍ به مو خوړل. .(بخاري، کتاب الاطعمة، باب ما كان النبى صلى الله عليه وسلم  وأصحابه يأكلون، ۵۳۸۵ حديث).  

بل حدیث دی:

عَنْ قَتَادَةَ قَالَ كُنَّا عِنْدَ أَنَسٍ وَعِنْدَهُ خَبَّازٌ لَهُ فَقَالَ مَا أَكَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خُبْزًا مُرَقَّقًا وَلَا شَاةً مَسْمُوطَةً حَتَّى لَقِيَ اللَّهَ.

ژباړه: قتاده وویل: موږ د انس بن مالک سره ناست وو او ډوډۍ پخوونکی يې هم ورسره وو، انس وویل: پيغمبر صلی الله علیه وسلم د وفات تر وخته نازکه ډوډۍ او بریان سوی پسه ونه خوړ. (بخاري، کتاب الاطعمة، باب الخبز المرقق والأكل على الخوان والسفرة، ۵۳۸۵ حديث).  

نن مهال روغتیا پوهنه (ميډيکل ساینس) وايي : د غلو دانو سربېرن پوست (چي بوسه یا سبوس ورته وايي) په سل کي ۵ ، ۱۲ جوړوي. د غلو د هري دانې په پوست کي له پنځوسو څخه تر اتیا سلني پوري معدنیات وي، چي په هغو کي پر اوسپنه، مسو، زنګو او مګنیزیمو سربېره، په بشپړه کچه فایبر، ویټامین بي، څه پروټین، فوټو کیمیکل او نور بائیو ایکټو اجزاوي هم شتون لري. ځکه نو ډاکټران د غنمو او نورو غلو د پوست سره خوړل د شکري، د ويني د فشار، د زړه د ناروغیو، کولسټرولو او د نس د بېلو بېلو ناروغیو لپاره ګټور بولي.

د اوړو د سبوسو د ګټو په اړه د”زموږ خواړه او درملیز توکي“ کتاب په ۱۰۲ مخ کي داسي وايي:

عموما داسي ګڼل کیږي چي د غنمو اوړه د کار شی دي، خو د هغو غلبېل سوې برخه چي عبارت له سبوس څخه دي، بیکاره دي، حال دا چي سبوس ډېري ګټي لري. که سبوس په اوبو کي وایشوئ او لکه چای داسي یې وڅښئ پر ځګر باندي را ټول سوي بلغم راباسي او د زاړه ټوخي د له منځه وړلو لپاره ډېر ګټور دي. د ځینو خلکو د متیازو سره چي شکره راځي د هغو ناروغي د اوړو، ترمیده اوړو او د بوري د خوړلو څخه ډېریږی. د هغو لپاره د سبوس ډوډۍ خوړل ضرر نه رسوي. سبوس چي په اوړو کي وي قبض لیري کوي. د ریزش او زکام لپاره سبوس یوازي یا د بنفشې سره وایشوئ، ویې څښئ ګټور دي.

دغه راز د”زموږ صحت او آخرت ته تاواني توکي“ کتاب په ۸۶ مخ کي د ” غنم، اوړه او ډوډۍ “ تر سرلیک لاندی لیکي:

غنم د لوى څښتن  جل جلاله له لويو نعمتونو څخه باله سي. د انسان له هر ډول خوړو څخه خوا توريږي خو د غنمو له ډوډۍ څخه يې هيڅ خوا نه توريږي او له كوچنيوالي څخه د مړيني تر ساعته يې خوري. د نوو څېړنو له مخي په غنمو كي دونه  ګټور مواد، پروټينونه، نشايسته، ويټامينونه، پاسفورس او لږ څه  ځانګړي غوړي سته چي تقريباً د انسان د بدن اړتيا ليري كوي او ځواك او ودي ته يې ګټور تماميږي. په غنمو او داسي نورو غلوكي داسي مواد هم سته چي د كلسټرولو د توليد مخه نيسي او زموږ د بدن د اړتيا وړ معدني مالګي او ويټامينونه، په تېره ويټامين B او نور بشپړوي. دغه راز يوه (۳۵۰) ګرامه ډوډۍ (۸۵۰ ) كالورۍ لري، چي د يوه انسان د ورځنۍ اړتياوړ كالوريو  ۳/۱ برخه تامينوي. هغه كسان چي كار كوي او زياتو كالوريو ته اړتيا لري اكثره وختونه د څه زياتي ډوډۍ خوړل ورته كافي باله سي. (كالوري د تودوښي يا حرارت د اندازه كولو مقياس[واحد]يا د ځواك يا انرژۍ د اندازه كولو واحد چي د خوړو په واسطه په بدن كي پيدا كيږي؛Calorie). له بله پلوه څنګه چي غنم او نوري غلې آسانه هضم كيږي ځانګړى غذايي ارزښت لري. دغه راز څنګه چي غنم نسبتاً ارزانه دي، نو هغه كورنۍ چي لږ ګټه لري كولاى سي د غنمو په ډوډۍ خپله لوږه ليري كړي.

له بده مرغه اوسمهال په ډېرو ځايونو كي، په تېره په اروپايي هيوادونو كي د ډول ډول خوړو د دودېدو له امله د ډوډۍ خوړل لږ سوي او د بورې مصرف زيات سوى دى. په داسي حال كي چي د غنمو او نورو غلو د نشايستې قند تر سپيني بوري ډېر ګټور دي. ځكه  چي بوره د هغې د توليد او تصفيې په بهير كي له خپله اصلي حالته وزي او روغتيا ته ډېره ضررناكه تماميږي. په تېره كوچنيان چي خواږه خواړه خورا ډېر خوري، د هغو صحت ته بيا بېخي ډېر تاواني تماميږي.

په هر صورت په خوړو كي بايد توازن او اعتدال له لاسه ورنه كړل سي. دغه راز د غنمو او اوړو د كارولو په هكله هم بايد له ډېر احتياطه كار واخيستل سي.

درود، سلامونه او رحمتونه دي وي زموږ پر پیغمبر باندي چي څوارلس سوه کاله دمخه يې لوی څښتن سبحانه دغسي پوهه ور په برخه کړې وه، پای.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

احمد مصطفی( ص) نه یوازی د ډوډۍ او اوبو د سم روِش توصیه کوونکی دی بلکه د بشر د ټولو پټو ناروغیو د علاج یو آسمانی طبیب دی چي همدا نن ئې د ځلېدلی طبابت فقط پنځوس سلنه نسخه عملی شی نو د بشریت ډېری ستونزی به حل او اواری شی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

احمد مصطفی( ص) نه یوازی د خوراک او څښاک په هکله معقولی توصئې فرمائلی دی بلکه د بشر د ټولو پټو ناروغیو د علاج یو آسمانی طبیب دی چي همدا نن ئې د ځلېدلی طبابت فقط پنځوس سلنه نسخه عملی شی نو د بشریت ډېری ستونزی به حل او اواری شی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

صلی الله عليه و اله و صحبه و سلم

مجاهد
میلمه
مجاهد

به دی کی شک نشته چه الهی دین او الهی نظام د بشریت د ټولو ستونزو د سمولو او هوارولو د پاره هر څه لری . مګر د هغه څه د باره چه بشری تفکر د ودی او کارولو پوری اړه لری د هغو ډیره برخه یی انسانی تفکر کارولو یعنی انسانانو ته سپارلی لکه ورځنی چاری ( کرنه، مالداری، انجنیری ، طبابت او داسی نور ) . کوم څه چه انسان د انسانی حرص لرلو له امله نه شی ترسره کولی هغه سوله او امنیت دی دا دوه څیزونه په الهی عدالت رامنځته کیدلی شی او بس ، کله… نور لوستل »