د ارک واکداران، سولې ته خنډ!

لیکوال: سردار محمد همدرد

سردار محمد همدرد

سوله د افغانستان د مظلوم او بې چاره ولس لوی ارمان دی!

مخکې به چې د سولې خبرې کیدلې، هر چا به سوله د دې وطن ضرورت بلله، چارواکو به په سټيج باندې دا شعارونه هم ورکول چې د سولې لپاره هر رنګه قربانۍ ته تیار یو، د سولې لپاره سر هم ورکوو او چوکۍ هم، خو اوس چې خبره د رښتیا میدان ته ودریدله ، موږ سر ځینې نه غواړو فقط د چوکۍ او موقفونو دې تیر شي!

اوس د ارک دریځونه د سولې لپاره خنډ دي، حتمي خبره ده چې په سوله کې به تیرېدنه او د موقفونو ادولون، بدلون وي .

سوله خو داسې نه کیږي چې قرباني دې پکې نه وي.

په دا وروستیو کې چې د ښاغلي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې خبرې پیل سوې، حقیقت هیله بخښونکي او پر واقعیت ولاړې وې.

پخوا یواځي موږ افغانانو د سولې چغې وهلې ، اوس ټوله نړۍ راسره همکاري کوي.

زه د موجوده حکومت سره خواخوږي لرم، خو نقد مې د وطن د ملي ګټو لپاره دی.

ما د خپل مظلوم ولس او وطن درد لیدلای دی، په هلمند کې مې ډیرې داسې کورنۍ ولیدې چې درجن، درجن ځوانان یې د وطن په دفاع کې قرباني کړي وه، اوس یې تور سرو او ماشومانو فقر کاوه!

زه چې په ارک کې د قدرت او د خارج څخه راغلي د واک لیوني وینم ، دوی به نو خود سوله نه غواړي، نه یې دلته کورونه سته او نه یې ورونه، اولادونه وژل کیږي.

ټول مسایل به پریږدو، یواځې د یوې میاشتې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته به حساب ورکړو، ایا د دې قیمت څوک پرې کوي؟

د ارک بې منطقه خیاطان دې هم راباندې سترګې نه سرې کوي، ما خپل امتحان ورکړی دی، په دوه ولایتونو کې مې ماموریت وکړ، د لس روپو د خیانت ځواب هم ملت ته او هم خدای تعالی ته ورکوم.
په هلمند کې مې د محکم حکم تطبیق کړ ، د غاصبینو څخه مې ۵۰۰ جریبه مځکه خلاصه او د کرکیټ لوبغالی مې پر پیل کړ، د قانون د تطبیق په ګناه باندې حکومت نیمروز ته تبدیل کړم!

نیمروز کې مې د والي د فساد چې په ګمرک او ترانسپوټ کې شل فصده پیسې بیت المال ته نه تلې، شخصي جیبونو ته ولیدلې، ما د دې فساد څخه پرده پورته کړه، د بند کمال خان د ملي پروژې چې اووه ویشت فصده یې پیسې وتلې وې او لس فصده کار پرې سوی وو .

دا ټولې خبرې په اسنادو او شواهدو کوم، ضرورت نه وو چې ما دلته د خپل ځان یادونه کړې وای ، دا مې د واک د لیونو لپاره چې د شخصي ګټو په حاطر ، بیا د ملي ګټو خبره کوي، موږ که سالم نقد هم کوو، دوی یې زغم نلري.

خلیل زاد مخکې د پاکستان ضد څهره اوس بیا بد سو، دا خو صحیح قضاوتونه ندي چې د دوی سره پر لار روان وې، سم سړی او ښه مجاهد وي چې د دوی څخه لاره بیله کړې بیا ټوپک سالار سې.
ما پخوا هم دا خبره کړیوه چې مو باید عقدیي تحلیلونه ونکړو، د حکومت مثبت کارونه مې همېشه ستایلي وه، اداري فساد بې عدالتي ، والیان په پیسو مقررول، دا هر څه به و زغمو خو سوله راته تر هر څه لومړيتوب لري.

که سوله د بن په کانفرانس راځي، که په سرپرست حکومت راځي دا کومه بده خبره نده، بې له دې هم دوه میاشتې وروسته مو حکومت سرپرست کیږي او بله خبره دا ده چې چې تیرې پارلماني ټاکنې مو د شرمه او خجالته ډکې وې ، ملت تر دا مهاله پورې په موجوده کمیسیونونو باور نلري.

زه دا نه وایم چې د موقتې ادارې په راز کې دې اوسنی ولسمشر نه راځي، توافق او سوله مهمه ده!
سوله د افغان ملت لپاره سره کرښه ده، د سولې په وړاندې چې هر څوک دریږي هغه د ملت په وړاندې دریږي.
پر دې خبره هم ټنګار کوو چې بین الافغاني ، باغزته او پایداره سوله باید وسي.

دا دفاع هم د ځان مسولیت ګڼو خو تر دا مهاله د حکومت دریځ د سولې په اړه واضح ندی، بیا هم ولسمشر ته دا مشوره ورکوم چې د سولې په وړاندې درېدل د ملت سره ټکر دی او د سولې لپاره دې قرباني د تاریخ پاڼې رنګینې کوي !

avatar
3 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

Final decision on peace talk has not been made yet. If Mr Ghani expects Mr Khalilzad give him updates after each meeting with the Taliban this is politically not correct because the content of all meetings will be leaked. Mr Khalilzad has been chosen by mr. Trump he is highly educated smart and good politician and he knows what he is doing.

RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

hamdard sahib i think you are good man; anyway;arg is mean honor doctor ashrafghani; this is one reason that behind talibs isi&pakiatan; afghanistan is source of minerals&water. many corrupt warlords and hamid karzai are hungry for government. khalilzad is one businessman of gasolin.one . example is stepmother is not mercifull then realmother. afghanistan is home for all. president is representative for all. did you like 30 millionair become more rich. if talibs really want peace must do peace with government. how many time we tested temporary gov.. honor doctor ashrafghani have excellent plans and project for rebuild. i hope talibs… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

كامه واله ! دا فاحشه خانه نه ده چى پيسى وركره او عزت يى واخله ، دا افغانستان دى دا د هغو ايماندارو ميرنيو هيواد دى چى بى إيمانه بيغيرتان يى سوچ هم نشى كولاى . ته په خبر يى چى د همدى بيشرفه غنى په دوران كى افغانستان كى فقر او غربت دير شوى دى ، ته مازى د دى غـ . . . په خبرو غوليدلى يى، دى دير درواغجن او لافوك دى ، كه صبا همداسى بل بيشرفه احمق درته ووايى چى زه به د هيواد پياز او بادرنگو ته بازار پيدا كوم او كيلو به په… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

رازمحمد کاموال صاحب، له نوم نه مو معلوميږي چه دپښتنو څخه ياستي، نو دشرم ځاي ندي چه تاسي دخپل دالري بادار د خوسحالي لپاره په انګليسي نوشتي کوي. . پښتانه خو مو په امريکايانو دځو دالرو په بدل کي ښه وځپل. تر پرون پوري مو د پښتو او کلتوري ټولني ډنډوري وهلي او نن په ډيره جفا پښتانه په امريکايانو وژني. ايا وجدان لري. کاروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه او نیکی هیلی همدرد صاحب،
بهترینه لیکنه ،زه هم یو نظر لرم ،هغه دا چه سوله رښتیا قربانی غواړی ،نو دولت او طالیبان که سوله غواړی دواړه خوا دی چوکی نه غواړی،ځکه چه طالیبانو هم خپله دوره تیره کړه،دولت هم
نوی ځوانه طبقه د راشی دولت د جوړ کړی،طالیبان د مدرسه ته واپس شی،غنی محب د امریکا ته واپس شی.
هم به جنګ ورک شی هم به د قدرت وږی تږی ورک شی،مزی به کوو،خو د غلو او قاتلینو په نه موجودیت کی،

حکیمي
میلمه
حکیمي

غمی خانه که ته دافکر لرې چي طالب به داسلامي نظام لپاره ترپنځه ویشت کلنې مبارزې وروسته دبریانه پس بیر ته خپلې حجرې ته لاړشي دانو دبې عقل سړي فکرده ځکه هرڅوک چي عقل ولري داسې څرګندونې نه کوي طالب دیوه فاتح په حیث کابل ته راتلونکی ده نه دتاله حکومت سره کوم جوړجاړی کوی نه یې په رسمیت پیژ ني
اوبل ته وایې چي ځوان قشر بایدراشي نوترټولو ځوان اوباانرژي ځواک هم داطالبان دي چي کولای شي هم دهیواد پولې وساتي هم دخلکو سر مال اوآبرو

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

حکیمی صاحب ته. زما په اند په دا ملک کی نه دا دولت کومه نتیجه ورکړه ،او نه طالیب او نه پخوانیو مجاهدینو ،او نه کمونیستانو ،د ټولو دولتونه چپه او تر بونډریو پوری پسی واخیستل شول. او اسلام مبارک دین باندی هم سخت تجارتونه روان دی، داعش وایی چه اصلی خدمتګار د اسلام زه یم.طالیب وایی چه د نبیانو وارث یم.پخوانی مجاهدینو وویل چه اول روس بیا امریکا چپه کوو.دا ټول تجارت وه.او په دا خبرو یی کسان سره ټولول چه لښکر جوړ کړی ،او نیابتی جګړه په مخ بوځی. د ځوانی طبقه څخه زما مطلب هغه ځوانان چه… نور لوستل »