د نيوزيلنډ د پوليسو عمومي مشرې شل کاله وروسته خپل اسلام ښکاره کړ «ويډيو»

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د نيوزيلنډ د پوليسو عمومي قومندانې نائله حسن له شل کاله وروسته په جهر وويل، چې دا مسلمانه ده او په خپل دين فخر کوي.

نوموړې د نيوزيلنډ په کرايسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د شوي بريد د وژل شوو مسلمانو لمونځ کوونکو له کورنيو سره خپله خواشيني او غمرازي ښکاره کړه.

هغې خپله وينا په مسنون سلام او خطبې پيل کړه او ويې ويل: «الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.»

نائله حسن د مسلمانانو يوې غونډې ته وويل، چې دا د پوليسو تر ټولو ستره مشره ده او په خپل اسلام فخر کوي.

هغې زياته کړه، چې د يوې پوليس افسرې په توګه د تېرې جمعې په ورځ د خونړۍ پېښې له امله درېدلې، چې له امله يې پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور  ټپيان دي.

د پوليسو دغې مسلمانې مشرې ټينګار وکړ، چې پوليس به د پېښې په اړه ټولې هڅې پر کار اچوي او د پېښې تل ته به ځان ورسوي.

راپورونه وايي، چې نائله حسن له پښته پاکستانۍ ده، د خپلې دندې سربېره له سپورټ سره هم مینه لري او د اولمپيک په نړيوالو لوبو کې يې د لومړي ځل لپاره د نيوزيلنډ د ښځو ډله جوړه کړې وه.

قومندانې نائله نن د دوو جوماتونو د قربانيانو له کورنيو سره د خپلې غمرازۍ ښکاره کولو پر مهال په لومړي ځل په جهر وويل، چې دا مسلمانه  ده او له تېرو شلو کلونو راهيسې يې ځکه خپل مذهبي هويت پټ ساتلی و، تر څو يې خلک وروسته پاتې ونه بولي.

نائله اوس وايي، چې د اسلام له ښکاره کولو وروسته ملګري او همکاران مثبت نظرونه ورکوي او په ټولنيزو رسنيو کې هم ستايل کيږي.

نائله حسن د تېرې پېړۍ په اويايمو  کلونو کې له خپل پاکستاني پلار او برتانوۍ مورسره نيوزيلنډ ته کډواله شوه او دوه خويندې لري.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د نيوزيلنډ په کرايسټ چرچ ښار کې يوه مسيحي ترهګر د مسلمانانو پر دوو جوماتونو وسله وال بريد کې لږ تر لږه پنځوس لمونځ کوونکي وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي وو او بریدګر هم د پولیسو له لوري نيول شوی دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

زه د ناویلی خور په مسلمانی شکاره کولو خوشاله او ویاړنه پری کوم ، مګر د یوی خبری سره یی ډیر ناخوښه او خوابدی شوم چه دی وویل دا شل کاله می خپله مسلمانی ولی نه په ډاګه کوله دلیل یی دا وشودلو چه خلک می وروسته پاتی ونه ګڼی او لا به د سبتمبر د جعلی او خودساخته فاجعه له امله هم ډاریدلی وی چه ځآن ته مسلمان ونه وایی دا معنی چه دا شل کاله له دجال ډاریدله او د خدای سره مینه یی نه ښکاره کوله. زه باور لرم چه دا اوس هم ښه مسلمانه ګر دغه… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مجاهد ته. ګران لوستونکی د ډیرو خلکو تبصری خوښوی.مګر دوه کارونه ته یی خلک ناخوښه او خوابدی او په تعجب کی شی چه، دا مبصر صاحب څومره د اسلام برابره تبصره لیکلی ده،نو ولی یی د اسلام دښمن ته پناه وروړی ده؟ رزق ورکونکی خو الله ج دی ،نو ولی دا مبصر د یوه انګریز ،امریکایی.څخه غواړه ګوله ډوډی غواړی؟ او دومره له لیری ځای څخه په ښه غواړه ډوډی انګریزی خیرات پسی یی مزل کړی دی؟ بل دا خلک دا هم وایی چه خوری د امریکا .انګریز ،یورپ خیرات،او خبری کوی په سوچه مسلمانانو پسی . بعضی فکر کوی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

په ګرانه خور حسن باندی زه فخر کوم.چه دومره لوړ رتبه افسره بیامسلمانه موږ په نیوزلیند کی لرو،
میرمن حسن ته زما سلام،الله ج د شرم پردی وساتی