سیکولر ډموکراسي او ديني ولسواکي

لیکوال

محمد طارق الهام

د اسلامي نړی لپاره تر ټو غوره نظلم اسلامي خلافت یا اسلامي امارت ده خو د ځينو له آنده اسلامي امارت یا خلافت په اوس نړی کې قایمونکی نده ځکه په وړاندې پراته ډیر خنډونه شته چې له هغه څخه مونږ د نمونې په بڼه څو خنډونو را اخلو غرب او غرب فکري ، سکولار او سیکولاریزم ، نړوال سازمانونه ، د بشر او انساني حقونو تر نامه لاندې پټې استخبارتي پروژې ، ډیموکراسي او دې ورته نور فکري غربپال خوځښتونه چې ضعیفه انسانان یې په نومونو تیروتلي دي .

راځو د خپل عنوان اصلي موضوع ته سیکولار ډیموکراسي او دیني ولسواکي څه ده او لومړی له کوم ځای څخه سرچینه کړې ملاتړي څوک دي او څه ډول اسلامي ممالکو ته یې سرایت وکړ؟

د دغې موضوع ځواب ته که ځیر شو نو په لومړي سر کښې دې ته متوجه کیږو چې د اسلامي نړی اوسني نظامونه د غرب بالخصوص صلیبی انګریز او ملګرو یا ناټو له خوا هغه مهال رامنځ ته شول کله چې د دغې صلیبي تړون مشر هیواد یعنې د امریکې متحده ایالاتو د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تر نامه لاندې یې د کپیتلزم یعنې سیکولرزم (لادینیت) پر وړاندې پروت یوازینې رقیب او خنډ، اسلام پر وړاندې د جګړې پیل وکړ، او پدې ترڅ کښې ټول هغه د اسلامي هیوادونو اوسیدونکي چې اسلام ته نه بلکه کپیټلزم ته معتقد ول یې د ماډیرنیټ (منځګړي) مسلمانانو تر نامه لاندې قدرت ته راوستل ترڅو پرې یو دا شان دولتونو جوړ کړي چې د سیکولاریزم نظام هغه اصلي افکار پلي کړي چې د اسلام سره مخامخ په ټکر کښې دي او د هغې د پلی کیدو څخه مخنیوې کوي په اسلامي هیوادونو کې د غرب ګرایی دا چاره ورسته د اسلامي خلافت تر ړنګیدو رامینځ ته کیږي د غربي بلاک په بریالیومټو اودسایسو عثمناني خلافت ړنګ او د اسلامي خلافت په پلازمینه چې اوسنی ترکیه ده یو سیکولار نظام رامینځه ته کړ بیا له هغه را وروسته یې وغوښتل دا چاره د نړی نورو اسلامي ممالیکو ته هم وغځوي خو پدې چاره کې د نورې اسلامي نړی د زړورو ځوانانو د مبارزو په پایله کې تر ننه په سمه یا ټوله معنا پاتې راغلي دي او تر دې  دمه ندي توانیدلي د ملیاردونو ډالرو په مصروفولو سره دا چاره بریالی کړي. دموکراسي:
ډموکراسي یوه هغه اصطلاح ده چې د رجال دین له خوا جوړ شوي دولتونو پر وړاندې رامنځ ته شوې او په اروپا کښې د نیشن سټیټس (قومي دولتونو) د جوړیدو لامل ګرځیدلې او د بشر په څلور واړو هغو حقوقو ولاړ دې، کوم چې انسان ته په خپل سر د حلالو او حرامو د تعیین، د هر ډول مردود او غیر مردود کاروبار د غوره کولو، د دینونو او عقایدو تر منځ اوړیدلو او د هر ډول مناسبو او غیر مناسبو یعنې حق او باطل د بیانولو، د حقوقو د ورکولو ضامن دی .

د بدمستو بشرخوړونکو نظام دی چې د ویټو له لارې بشپړ ملتونه له ستوني تیروي، افراد، وګړي، او د هغوي مساوي حقوق دا هغه ډرامه ده چې شرقي کم عقله انسانان یې په مظاهرو غولیږي.
دا ؤ هغه دریم شعار وه چې دې ملتونو ته ورکړل شو،ډیموکراسي، د وګړیو واکمنۍ – یا غربي نظام. دوي په ډیره زیرکتیا خلګو ته دا پيغام واورؤ چې دا نظام خلګو ته د فکر او بیان آزادي ورکوي، بلکې حکومت خپله د هیواد وګړیو وي خو دغه نعره یا شعار ډیر زر کامیاب نشو ځکه هغه وخت کې روسي کمونیستي نظام خپلې د اثر وړانګې خپرې کړې وې، هغوی د غربي جمهوریت په مقابله کې د پرولیتاریت دکتاتوري نعره پورته کړې وه، غرب د جمهوریت سره کومه دلچسپي نه ؤه نو ځکه یې دلته لاسپوڅي حکومتونه قائم کړل، دلته يې سلطنتي نظامونه قایم کړ ، همیش يې د جبر او استبداد حکومتونه تقویه او حمایه کول، او خپله له دې ځائ څخه رخصت شو. مصر کې یې شاه فاروق، اردن کې شاه حسین، او عراق کې شاه فیصل او همداسې خلیجي بادشاهان، روس بیا دغه سلطنتي نظامونه د عرب نشنلیزم په زور د نظامي ځوانانو په مټو راوپرځول، چیرته يې کرنل ناصر، چیرې یې کرنل قذافي، او چیرې یې حبیب بورق د قدرت په ګډۍ کینول خو له بده مرغه عربانو پکښې نه وحداني قومیت ولید او نه يې پکښې یو آزاد جمهوریت ولید.

زمونږ مشران وایي، که غوا هر رنګ ولري، خو شیدې یې سپینې دي. که څه هم د مسلمانانو ترمنځ ډیرې دا شان افراد شته چې دغې ایډیولوژۍ ته د اسلام د رنګ ورکولو کوښښ کوي خو بیا هم ډموکراسي یو کفري ایډیولوژي ده کوم چې انسان ته آن د شرک تر حده حق ورکوي او د اسلام د پلي کیدو پر وړاندې د ټکر وړ نظام دی. د دغې ایډیولوژۍ ټول اساسات په اسلامي نړی کښې د غیر اسلامي اساسي قوانینو د جوړولو څخه رانیولې د ټولو مراجعو د فعالیتونو په بر کښې نیولو سره آن د معارف د لمړني زده ‌کړو تر نصابه پوري پلي کیږي تر څو پرې اسلامي اساسات وټکول او کمزوري کړائ شي او په اسلامي نړی کې اسلام ته صرف د عباداتو د یوې مجموعې په ډول وده ورکړي، او مبدأتوب (ایډیولوژيتوب) ترې بهر کړي.

آزاد بازار:

لدې کبله چې په سیکولر ډیموکراسۍ کښې یوازینې ارزښت چې پکښې وده مومي منفعت دې، ښکیلاک ګر غرب په هرې سیمې کښې په خپل اخیستل شوي قدم کښې یې مادي ګټه مقدمه ګنلې ده. او ددې لپاره چې د دنیا ټول خام مواد خپلو خاوروته منتقل او بیا پاخه شکل یې بیرته په همدغو هیوادونو پرته له کومې ستونزې په څو چنده لوړو بیو وپلورل شي، ښکیلاک ګر، کپیټلسټ غرب یوازې د زمونږ پر عقایدو او نظام یې یرغل ونکړ بلکه د دغو خاورو د شتمنیو په لوټولو او د نړیوالتوب (ګلوبلایزیشن) تر نامه لاندې يې آزاد بازار قانون مطرح کړ، او وروسته بیا یې  په نړی کې د غیرشرعي اساسي قوانیونو او همداراز ټولو هغو تجاري، مالي او اقتصادي قوانینو کښې ورګډ کړ کوم تر څو د دوۍ د اقتصادي او تجاري مداخلې لارې په کښې سل په سله تأمین کړل شي. پدې سره د اسلامي احکامو پر ضد سرمایه کولائ شي چې په یوې نقطې کښې راټول، احتکار مجوز او انحصار ته قانوني بڼه ورکړل شي. او عرضه او تقاضا تر عنوان لاندې یو ته د بل د مجبوریت څخه د هر ډول فایدې اخیستلو قانوني فرصت ترلاسه کړي.

اساسي قانون:

سیکولر غرب د خپلو مستشرقینو مشاورینو په مشوره په ټولو اسلامي خاورو کښې دا شان اساسي قوانین یې جوړ کړل، چې له مخې به یې دولتونه او خلک دې ته اړ وي چې خپل ورځني چارې د شریعت څخه پرته تنظیم کړي. که څه هم دغه قوانین په لمړي سره کښې اسلامي بڼه یې درلودله (لکه د پاکستان لمړني آیینونه) خو بیا وروسته یې د خپلو جواسیسو حکامو په لاس نور هم سیکولر کړ. د اساسي قوانینو د جوړولو له لارې لمړې یې شریعت د عقیدې انحصار څخه راؤویست او انسان ته یې منحصر کړ چې بیا وروسته یې په ډیره آسانه توګه غیر اسلامي کړ. یعنې که اساسي قانون د یو پارلمان له خوا سل په سله هم شریعت ته سم شي، بیا هم غیر اسلامي دې ځکه چې انحصار یې د انسان (رأۍ) په لاس کښې دې نه د عقیدې او ایډیولوژۍ.

ملی هویت :

د رسول الله ص د حدیث سره سم، ټول مسلمانان یو امت دې، چې ځمکه او جګړه یې هم یوه ده. خو ښکیلاک ګر غرب د خلافت د ړنګیدو څخه وروسته په ډیره آسانه یې د مسلمانانو تر د څو کرښو په راویستلو سره تقسیم راؤست او بیایې ددې کوښښ وکړ چې پکښې ملي هویت راولي، هغه څه چې په عیسوي او د تیاره دور په ترڅ کښې د ځپل شوي غرب خلکو کښې مؤثره واقع شوې ؤ. حال دا چې دغه څه په اسلام کښې تر دې حده حرام بلل شوي دي چې رسول الله ص ټول هغه کسان یې د اسلامه څخه بهر ګڼلې دي کوم چې په دغو خبرو عقیده او عمل کوي، او امت ته ددې حکم شوی ده چې یوازې د یو حاکم لاندې دې پرته له کومه سرحده او توپیره ژوند وکړي، غیر د هغې به جاهلان وي او د جاهلیت په مرګ (د رسول الله ص د دورې څخه دمخه) ومري.

سیکولریزم، نشنلیزم، او لبرلزم

د څلوریخوا و څخه یو طوفان برپاء ده، د اسلامي نړۍ کښتۍ د وروستیو سلو کلنو څخه راپدیخوا د هغه قذاقانو په لاس کښې ده ، څوګ چې د غرب لخوا تقویه او تمرین شوې دي. تراوسه، اسلامي امت باندې تپل شوي استبدادي او مغان کې مست د ظلم او جبر څخه ډک واکمنان، د غرب، د رڼا د ولیدلو ځاې، په لمسون او ټپولو، د سیکولریزم په نوم، په لکهاؤ خلګ د شهادت لوړې درجې ته رسولې دي. په دې حالاتو کې اسلامي امت خپل ځان لپاره د پناه ځاې لټوي.

سیکولریزم: د دین او سیاست لرې والی چې په دری کې ورته جدایی دین از سیاست وایی.

دا هر څه څرنګه وشول؟ څرنګه دغه ملتونه راوپرځیدل؟ لومړۍ فکر او درس چې د غرب لخوا دې ملت ته ورکړل شو، هغه دا ؤ چې مذهب خو د انسان انفرادي فعل ده، مذهب سیاست کې د ګوتې وهنې څخه وژغورۍ کنه بیا به ډیره وینه توینه وشي، ټولنه به تقسیم شي او تاسو به هیڅ کله هم ترقي او پرمختګ ونشې کړائ. ستاسو د دنیاوي امورو کې د الله او د هغه مذهب هیڅ تعلق هم نشته، او یا په لنډه توګه دوي خلګ دې ته هڅول ترسو حکومتي کارونو او معاملاتو کې هیڅ هم د مذهب تعلق ونه مني. دغه فکر او د سیکولریزم مفکوره په هر ځای او په درسته نړۍ کې همدغه یو رنګ ده.

دا درس خو د الله او د قرآن د سورة مائده د هغه آیت خلاف ده، کوم کې چې خدای پاک فرمايي:

ومن لم یحکم بما انزل الله فاولیک هم الکفرون ــ سورة مایده ۴۴

څوګ چې فیصله په هغه نه کوي کوم چې موږ نازل کړې دي نو هم هغوي کافر دي

د مغرب په پنجو کې نښتي دغه خلګ د غرب په پوهنتونو کې همدا څه زده کړل، او همدا درې مډالونه يې په سینه باندې ولګول او دوي په دې خبرو باندې خپل کامل یقین وساته او یا یې پرې یقین پوخ شو چې خلافت، امة او مذهب ناکاره شوي څیزونه دي او دا موږ د پرمختګ او ترقۍ څخه ژغوري. آمن ، ټولنیز انصاف، نجات او پرمختګ خو یوازې په سیکولریزم او لبرلیزم کې ده.

ناسیونالیزم: ملت يې جغرافیاوي ټوټه کړ

دوهم فکر چې دې ملتونو ته ورکړل شو هغه د ناسیونالیزم، قوم پرستئ مرداره مفکوره ؤه. یو ته يې وویلې چې ته عرب يې یو ته یې ترک وویلې، عربو ته يې دا فکر ورکړچې دغه ستاسو خپل وطن، خپله ځمکه او خپله علاقه ده نو تاسو باندې ترکان څرنګه حکومت کوي. تاریخ شاهد ده کله چې هم یو وطن خپلو اوسیدونکو لپاره د اوبو، ډوډۍ او ځناورو لپاره د وښو پیدا کولو مواقع په لاس ورنکړي نوبیا دهغه ځائ اوسیدونکي په خپل وطن باندې لعنت وايي، آریایانو څرنګه خپل ځایونه د قحط او لوږې له وجهې بدل کړ او همداسی افریقایانو. زموږ دین هم موږ ته دا وايي چې دا وطن، هستوګنځایونه، ژبه یوازې زموږ د پيژندګلاؤ لپاره دي نه د افضلیت او تقسیم لپاره  خو دا ناسیونالیزم یو داسې فکر ؤ چې عربان یې د ترکانو خلاف وجنګول، او بلاخره یې د اسلامي امت د وحدانیت نښه،خلافت، یې مات کړ. انګریزانو او غربیانو د یو ژبې ویونکي، د یو قوم خلګ، د یو مذهب وګړي، په یوه علاقه کې پراته عربان په مختلفو مختلفو برخو وویشل، حتې د کویت، قطر، دوبئ، شارجه، په شان د زرو افرادو نه جوږ هیوادونه یې پکښې جوړ کړل. ددې جنګ نه پس نه عربان ( د ناسونالیزم له وجه) او نه ترکان( د سیکولریزم په وجه) پکې د عزت خاوندان شول، بلکې عربانو خو پکښې نه نشنلیزم ولید او نه یې پکښې ځانته د اوړو پزه جوړه کړائ شوه دا نشنلیزم ؤ چې داسی حکومتونه او هیوادونه یې رامنځته کړل چې پخوا یې په تاریخ کې هم چا نوم نه ؤ اوریدلی، دا د نشنلیزم ثمره ؤه چې پيرنګان یې دی ته وهڅول چې د شاه حسین د زوی شاه عبدالله لپاره یو نوی هیواد، اردن، منځ ته راولي او دا نشنلیزم ده چې عرب قوم یې پخپلو کې داسی تقسیم کړی دي، مثلاً د کویت، دوبئ او قطر په شان هیوادونه شتون لري لکه د یو بی بریکه موټر چې بحیره عرب ته به غوځار شي، ته به وایئ ددوي یوځای کولو لپاره د کوم بل نشنلیزم تحریک پکار ده.

ديني ولسواکي

اسلام  صراط المستقیم او یو ریښتونۍ دین:

د عیسائیت برعکس اسلام یواځې د عقیدې نوم نده بلکې دا د یو مذهب په ځاې یو دین یا د ژوندانه یو مکمل نظام ده او د چا اجزاء چې په قرآن او سنت کې خپاره دې، دغه نظام تقریباً تر دولس سوه کالو پورې د نړۍ په یوې لويې حصې باندې غالب، حاکم او واکمن ؤ، بادشاهان او واکمنان که څه هم ملوکیت پلو یا مطلق العنان هم پکې تیر شوې دې خو د قضا فیصلې او عدالتونه به پکې د همدې نظام مطابق فیصلې کولې، بازارونو کې به (غیر سودي) تجارت د همدې قوانینو مطابق کیدل، په تعلیمي پوهنځیو کې به د همدې تعلیم ورکیدل، د ټولنې ټول نظام د همدې نظام په هدایاتو چلیده، او واکمنانو به هم دغه امور اسلام جز ګڼل، نه خو د اسلامي دین تعلیمات ورک شوې دي، نه خو مسلمان علماؤ د عیسایانو پوپ په شان ټول اختیارات په خپل لاس کې اخستلې، او نه مسلمانانو علماؤ د دنیا څخه د تعلق ختمولو تعلیم ورکړې ده، او نه يې په چا داسې تشدد او تیرې کړې ترسو د اسلام دین خلاف او د مسلمان علماؤ خلاف کوم بغاوت ته لیاره هواره شي. د ساینس او ټکنالوژې متعلق علومو کې څه داسې خبره نشته کوم چې د قران خلاف وي، د عقل سلیم (د کوم چې دغه سیکولران ډیر زیات قائل دې) همدا تقاضا ده چې یو شخص خدای د ټول اجتماعي کائینات آقا ګڼي(ظاهره ده چې مسلمان ځان ته شهادت کلمه ویونکې سیکولر خو به دومره تسلیموي) هغه بیا د خدای احکام د انساني زندګې کې هم باید ومني.
له دی پورته بحث څخه موږ ته دا جوته شوه چې د کلیسا خلاف کوم ردعمل غرب کې پیدا شو، دا هرڅه د هغه ځای د کلیسايي نظام خرابیانۍ او د کلیسا خپله پيدا کړل شوي وجهې وی. خو اسلام کې خونه داسی نظام شته او نه داسی قانون د څه په بنیاد چه خلګ د دین څخه بیزاره او د کفر او الحاد خواته منډه کړي. نه اسلام کې داسی کوم د اینکویزیشن په رنګه قانون شتون لري چې د هغه په بنسټ کوم ساینسدان اور ته غورځول شوی وي او نه تاریخ کې کومه داسی واقعه شته چې دی خبرو ته شاهدي ووايي.

هغه امت چې کله به د یو بیرغ رپندۍ لاندې راټول ول، هغه امت چې کله به یې د لمر له شعاعو سره د علم رڼا هره خوا خپریدله، هغه امت چې د رڼا له کبله یې غرب د تورو تیارو څخه راووت، هغه امت چې د علم او ساینس کتابتون کې د نړۍ مرکز ؤ، هغه امت چې سرحدات یې د انګلستان چینله پورې، افریقايي ګرمو صحراګانو، منځني ختیځ او تر سینګیانک پورې غزیدلي ؤ. په دې اسلامي امت باندې غرب د هرپلوه یرغال وکړ، هر چا خپله خپله کالوني یا پاسګاه جوړه کړه، خپل خپل حکومتونه یې جوړ کړل، له دې ځایه یې دومره خام مال ویوړل چې هلته غرب پکې بیا صنعتي انقلابونه ولیدل اوس هم هغه اسلامي امت په مختلفو برخو کې، د مختلفو رپندیو لاندې؛ د غرب د کلیمې د لاندې، د غرب د تعلیماتو لاندې ، خپل د ذلت او د غرب دلاسه د تحقیریدلو ژوند تیروي. په دلچسپې سره اوس د اسلامي امت روحیه څه داسې شوی ده چې دوي اوس د هغه خوا نه د رڼا هیله مند دي کومه خوا چې فطرت هم د لمر غورځیدلو ځاې جوړ کړې ده!

غربیانو اسلامي نړۍ کې څلور داسې د زهرو څخه ډکۍ پیچکارۍ وټومبلئ چې اسلامي اتحاد، اخوت او ورورولۍ یې پاش پاش کړله، مسلمانان يې د وینۍ، ژبۍ، او علاقۍ په بنسټ تقسیم کړل ، زموږ سیاست یې بی لمانځه کړ، زموږ ادب کې یې الحادي او کفري ناولۍ خپرۍ کړی .

ماخذونه :

سیکولریزم، نشنلیزم، ډیموکراسي او لبرلزم

قران کریم : سورة مایده ۴۴

احادیث : له انټر نیټ څخه