
سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه! / لومړۍ برخه

عبدالله وردک / انګلستان – مارچ – ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا د زیاتره افغانانو وروڼو او خویندو څخه دغه خبره ډېره اورېدل کیږي، چې د افغانستان ټولو سیاسی ګوندونو، د خپل ملت سره خیانت وکړ، او دوی ټولو سیاسی ګوندونو ته، په یوه سترګه ګوري. زه پخپله، له دغه خبرې سره موافق نه یم. زما په فکر سره ټولو ګوندونو، نه، بلکې ځینو ګوندونو په ریښتیا د ملت سره خیانت وکړ. غواړم چې د خپل شخصي نظر دلیل، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته په لاندې توګه وړاندې کړم.
۱- ګمان نکوم چې یو څوک به، په نړۍ کې داسې یو ملک په ګوته کړي، چې په هغه کې به په ښکاره او یا په پټه، سیاسي ګوندونه وجود ونلري. نو د سیاسی ګوندونو شتون، یو حقیقت دی. ډېر امکان لري، چې دغه سیاسی ګوندونه په مختلفو وختونو کې د ضرورت په آساس، د هغې ملک د خلکو په غوښتنه منځ ته راغلي وي.
یو پوه تجار هم لومړی د یوه ځای د خلکو غوښتنه په نظر کې نیسي، او بیا د هغو د خوښې توکي مارکېټ ته وړاندې کوي. نو دغه خبره باید ومنل شي، چې د افغانستان سیاسی ګوندونه هم په همدغه توګه منځ ته راغلي دي.
زه په ۱۳۴۸ شمسی کال کې د ثانوی تخنیک د لسم ټولګی زده کونکی وم. مونږه د ثانوی تخنیک د نوي تعمیر، لومړنۍ دوره و. زما ښه په یاد دي، چې په هغو کلونو کې، چې د محمد ظاهرشاه وخت و، ډېرې مظاهرې وې. په هغه وخت کي د جوانان مسلمان، خلق، پرچم، شعلهٔ جاوېد، مساوات، افغان ملت، ستم ملی، صدای عوام، سیاسی ګوندونه جوړ شوي و. په هغه وخت کې په پارلمان کې، مولوی صاحب محمد نبی محمدي، مولوی صاحب سیداکبر، ببرک کارمل، حفیظ الله امین، او داسې نور وکیلان و. شاید دغه خبره به ډېرو لوستونکو ته عجیبه ښکاره شي، چې په هغه وخت کې به د پارلمان غونډه، د کابل راډیو له لارې ګمان کوم راساً خپرېده.
په هغه وخت کې افغانانو ته یوه اندازه آزادي ورکړل شوې وه. ټولو سیاسی ګوندونو، لږ او ډېر غړي درلودل. یا په بل عبارت، ځینو ډېر زیات غړي، او ځینو ډېر کم غړي درلودل.
د افغانستان ځوان نسل هم د خپل سیاسي فکر سره سم په دغو سیاسي ګوندونو کې ځای پر ځای شوى و. د ټولو ګوندونو غړو یو او بل ښه سره پېژندل. هرچا خپل ګوند ته فعالیت کاوه. د یادولو وړ ده، چې چپی ګوندونو ځینې امتیازات لرل، او علت یې دا و، چې هغوی په دولت کې ځینې غټې واسطې لرلې.
په هغه وخت کې به د ځینو ګوندونو غړو په ښکاره ډول روژه خوړله، او په اسلام او مسلمانانو باندې به یې په یوه ډول او بل ډول، ملنډې وهلې.
هېره د نه وي، چې الحمدلله، د جوانان مسلمان د نهضت زیاتره غړي، ډېر ذکي، پاک، منظم، او د عالی اخلاقو څښتن و. دوی به په همغه وخت کې منظمې تعلیمی حلقې لرلې، او په ډېره زیاته اندازه به قدرمنو خویندو هم په ټولو غونډو او مظاهرو کې، د خپلو وروڼو تر څنګ برخه اخستله. د یادولو وړ ده، چې شهید انجینر سیف الدین نصرتیار، د پوهنتون په مظاهرو کي ډېره فعاله ونډه لرله.
۲ – یوه خبره باید ټولو افغانانو، او په ځانګړې توګه، ځوان نسل ته، ښه واضح شي، چې داکتر نجیب زما په فکر سره، هېڅکله اسلامی سوله نه غوښتله. زما ښه په یاد دي، چې د پوهنتون په مرکزی لیلیه کې به چې کله ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي، خپلو ملګرو ته خبرې کولې، نو داکتر نجیب به له خپلو ملګرو سره غلی ناست و. ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي به په وار وار په داکتر نجیب او د هغه په ملګرو غږ وکړ چې اې نجیبه وروره! راځئ، چې یو او بل ته قناعت ورکړو. ګران او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازي به داکتر نجیب ته ویل، چې که ته مونږه ته قناعت راکړې، مونږه به ټول له تاسې سره یوځای شو، او که مونږه تاسې ته قناعت درکړ، نو تاسي باید له مونږه سره یوځای شی، او دا ځکه چې دغه بې اتفاقي به مونږه او تاسې ټول په آینده کې تباه او برباد کړي. د داکتر نجیب او د هغه د ملګرو له طرفه به هېڅ ځواب نه اورېدل کېده.
۳ – د محمد ظاهرشاه د حکومت په آخري میاشتو کې، د پوهنتون د محصلینو د اتحادیې دپاره انتخابات تر سره شول. پدغه انتخاباتو کې، الحمدلله، د جوانان مسلمان د نهضت غړو، په غوڅ اکثریت څوکۍ تر لاسه کړې. همدغه کامیابۍ، په دولت کې ځینې سیاسي کړۍ، او په ځانګړې توګه، روسان راویښ کړل، او هغه و، چې د محمد ظاهرشاه سلطنت ته یې د محمد داود خان پذریعه د پای ټکی کېښود.
۴ – زما د محمد داود خان کودتا د نن ورځې په شان په یاد ده. زه د انجینرۍ د پوهنځۍ په اول صنف کې محصل وم. د مونږه دوره ۱۵ میاشتې د مظاهرو له کبله تعطیل شوه، او د مونږه په دوره کې د ۲ کالو محصلین سره یوځای شول. زمونږه د اول صنف لیله په پولي تخنیک کې وه. د محمد داود خان په دوره کې د اسلامی نهضت ځینې غړي بندیان او ځینې شهیدان شول. الله(ج) د دوی ټول وبښي، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس ورکړي، او الله(ج) دې، د دوی سپېڅلی ارمان، چې د یوه سوچه اسلامي نظام، منځ ته راوړل و، د مونږه په ژوند کې تر سره کړي. آمین یارب العالمین.
۵ – کله چې د محمد داىٔود خان سپینه کودتا، په ۱۳۵۲ کال کې وشوه، نو هغه د سرطان د میاشتې ۲۶ نېټه وه. هغې ته ځکه سپینه کودتا ویل کیږي، چې په هغه کې، غیر د حبیب الله زرمتي څخه، چې هغه د پل آرتن په حصه کې د خپل ټانګ د چپه کېدو له کبله مړ شو، نور مرګ او ژوبله یې نه درلودله.
نو کله چې د محمد داود خان کودتا وشوه، نو د جوانان مسلمان د نهضت په غړو د ژوند ساحه ډېره تنګه شوه. هېره د نوي، چي قدرمن حکمتیار صاحب د محمد داود خان د کودتا، څخهٔ وړاندې، د محمد ظاهرشاه په وخت کې په بندیخانه، او غرونو کي شپې او ورځې سبا کولې.
د محمد داود خان، په لومړنۍ کابینه کې پرچمیانو او خلقیانو ښه غوښنه برخه لرله. پرچمیانو او خلقیانو ته خو د جوانان مسلمان د نهضت فعال غړي ښه معلوم و، نو دوی د حکومتي قدرت پواسطه، د جوانان مسلمان د نهضت غړي، په یوه او بله بهانه بندي، او شهیدان کړل. انجینر حبیب الرحمن هم د محمد داود خان د حکومت په دوره کې د کودتا د کولو په بهانه، له نورو ملګرو سره شهید کړل شو. د نهضت نور تکړه غړي، یو پر بل پسې د دهمزنګ په قلعهٔ بلند کې په جېل کې واچول شول، چې وروسته بیا په ګډه د خلقیانو او پرچمیانو له خواه، د پلچرخي، په بدنام جېل کې، په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت ورسېدل. الله(ج) دې، د دوی ټولو شهادت قبول کړي، او د دوی پاک ارمان د الله(ج) د مونږه په ژوند کې ریښتیا کړي. آمین یارب العالمین.
محمد داود خان د خپل حکومت په لومړي وخت کې په بشپړه توګه، د پرچمیانو او خلقیانو تر اغېزې لاندې راغلی و. محمد داود خان د انجینرۍ پوهنځۍ د امریکا د جاسوسۍ ځاله بلله، او د هغه د تړلو فیصله یې وکړه، یعنې ګمان کوم چې نیږدې ۲ کاله یې نوي محصلین ورته ونه نیول.
محمد داود خان بیا آهسته آهسته، د خپل د عدلیې د وزیر، د پوهاند وفي الله سمیعی تر اغیزې لاندې راغی. محمد داود خان، عربستان ته د عمرې دپاره هم سفر وکړ.
د یادولو وړ ده، چې محمد داود خان ټول عمر د پښتونستان آزادي غوښتله. اما، چې کله د ذوالفقار علی بوټو له طرفه پاکستان ته دعوت شو، نو د بېرته راتګ نه وروسته یې، د پښتونستان خپرونه، چې د کابل رادیو له لارې خپرېده، له منځه یوړله. نو زما په فکر سره، پرچمیانو د محمد داود خان څخه ښه ناوړه ګټه پورته کړه.
د یادولو وړ ده، چې همدغه محمد داود خان بیا امر وکړ، چې هرکال باید د انجینرۍ پوهنځۍ ته ۱۰۰۰ شاګردان ونیسي، چې په هغه وخت کې به شاید ټول پوهنتون ته ۵۰۰۰ شاګردان نیول کېدل.
د محمد داود خان، د حکومت پالیسي روځ په روځ د غرب په طرف روانه وه. داود خان ګمان کوم چې غوښتل، تر روسانو، ځان هوشیار وښیي، مګر خبر نه و، چې هرڅوک چې د بل چا پواسطه قدرت ته ورسیږي، نو هغه همداسې بیا په آسانۍ سره لرې کېدلای هم شي.
محمد داود خان خپل ځان ته یو ګوند هم جوړ کړی و، چې نوم یې ملی غورځنګ و، او ګمان کوم، چې د دولت ځینې مامورین یې پکې بېدون د دوی له خوښې داخل کړي و. ما ته په اوس وخت کې د واټس اَپ مفت ګروپونه همداسې ښکاري، چې ته به خبر نه وې، او چا به په خپل سر په خپل ګروپ کې شامل کړی وې. نو زما په فکر سره، د محمد داود خان ګوند، هم د واټس اَپ د ګروپ په شان یو ګوند و.
دا به له انصاف څخه لرې وي، چې دغه خبره هم ذکر نشي، چې ما پخپلو سترګو، د محمد داود خان زوی او د هغه خارجي ښځه، د میوند د جادې منار ته نیږدې، په لیلامي بازار کې، لیدلي دي، چې ځانو ته به یې حتمي څه لیلامي شیان اخستل.
د پام وړ ټکي:
ګران او قدرمن لوستونکي، د اسلامی نهضت هغه وروڼه او خویندې ملامت نکړي، چې هغوی په پاک نیت د محمد ظاهرشاه او محمد داود خان د حکومتونو په ضد فعالیت شروع کړی و، او دا ځکه، چې په همغه وخت کې، دوی فکر کاوه، چې د محمد ظاهرشاه او محمد داود خان حکومتونه، په نسبي ډول ښه حکومتونه نه و. وروڼو او خویندو په ریښتیا سره غوښتل، چې له هغو څخه بهتره نظام مابین ته راوړي، او دا ځکه، چې دوی پخپله ډېر په اسلام او وطن مین خلک و، او دوی هېڅکله، دغه اوسنی حالت نه غوښتلو.
زه له قدرمنو وروڼو او خویندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما غلطي را په ګوته کړي، ځکه ځوان نسل ته، باید حقایق، د حقایقو په اصلي بڼه وړاندې شي.
په پای کې زه یو ځل بیا، دواړه لاسونه په ډېره عاجزۍ سره، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com
محترم وردګ صاحب! د زړه څخه راوتلي سوچه خبري زړونو ته نفوذ کوي. ستاسو معلومات رښتیا هم زموږ د نوی نسل لپاره ارزښتمن وه. د جوانان مسلمان ګوند د غړو د صداقت تر دې بل ستر دلیل به څه وي چي په شهادت ورسول سول. یو شخص هغه مهال د خپلو نظریاتو په خاطر وژل کیږي چي د نظریاتو د حقانیت بطلان یې ناممکنه سي. خو ناکامي ناکامي ده. هرڅومره په عزت چي وي ناکامي یوه نامطلوبه شی ده. جوانان مسلمان ناکام سول دا به منو علت یې داوو چي دوئ د نقاب په ارزښت نه وه پوه. موږ ټول… نور لوستل »
د دروند او ګران ورور وردګ صاحب د لیکنی د وروستی پراګراف په هکله څو لنډ ټکی: د داوود خان طرفداران غول خوری چي ددې وروستی څلوېښتن کلن د غولو د سمندر د څپو د ویرانۍ پړه یوازی د هغه چا پر غاړه ور غورځوی کوم چي د داوو د سلطنت په لومړنیو کی ئې د هغه پر ضد په وسله وال پاڅون ګوتی پوری کړې.په هغه تاریخی مقطع کی اصلاً داوود ماوود مطرح نه ؤ او نه هم اخوانیانو ( البته اصیلو اخوانیانو) د داوود سره کومه شخصی دښمنی درلوده بلکه مسئله د شوروی د شل سری اژدها د… نور لوستل »
قدرمن استاد عبدالله وردگ صاحب په دې هیله چې د صحت، عافیت او خوشحالی په جامو پټ واوسی،، ستاسو پورتنی لیکنه خورا ارزښتمنه ده،، په تېره بیا د نوي نسل لپاره چې د مزدورې مېډیا په اړو دوړو کې حقایق ترې ورک او اکثریتو د انحراف لاره خپله کړې ده،،،، د مثال په ډول زه داسې په اصطلاح اخوانی ورور! پېژنم چې هره ورځ د حکمتیارصاحب پیرخانې ته شپږ کیلومتره په پایډلو ورځي،، خو د حافظ زوی د واټسپ او فیسبوک په والونو یې د جنایتکار وحشي عبدالرازق او ملي خاین احمد شاه مسعود مرثیې او تصویرونه ټومبلي،،، اخوانیان خدای… نور لوستل »
ګرانو او قدرمنو وروڼو هریوه جانان صاحب، غ حضرت صاحب، او غوربندی صاحب! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې تاسې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو وروڼو! الله(ج) د ستاسو ټولو ته ډېر اجرونه درکړي. ما د ستاسې ټولو نظرونه او تبصرې، ډېرې په غور سره لوستلې، او زه د زړه له کومي، د ستاسو له نظر سره موافقه لرم. الله(ج) د ستاسې په شان وروڼه زیات لري. زه به کوشش وکړم، چې ځوان نسل ته، حقایق، د حقایقو په بڼه وړاندې کړم. لطفاً، ماته، خپل نظرونه هر وخت وړاندې کړئ. والسلام عبدالله… نور لوستل »
محترم استاد عبدالله سلامونه.
په دا څلویښت کلن تاریخ کی دا هم ولیکه چه په غوربند کی میرمنی ډاکتر ته تللی وی،او په هغه میرمنو باندی د تیږو باران غوربندیانو وکړ،په دا ګناه چه دوی ډاکتر ته تللی وی،
که سوله را نه شی نور به څومره د تیږو بارانونه په میرمنو باندی کیږی؟
غمي صاحب تاسو ته سلامونه
متاسفانه تاسو هم مزدورې ميډيا او پوچو تبليغاتو اغوا کړي ياست،،، په دې هيله چې په ورو ورو مو سر خلاص او په خپلو خيالي او وهمي تورونو او افترااتو توبه وباسی.
هغوی ته چه خپلو تبصرو کی لکه (( د غولو خوراک )) او داسی نور مردار لغاتونه او جملی کاروی هیله لرم چه له دی وروسته یی نور نه کاروی. که نه ډير منور ورونه به زمونږ سره په ارزونو کی برخه وانه اخلی اونه به نور نوی زمونږ سره ملګری شی اخره کی به دا پاڼه هماغو ته پاتی شی چه (غول ) خوښوی او کاروی، راځی چه له دی وروسته دغه ناسمه کلیمی سمی کړو
درنو مسلمانو ورونو سلامونه اونیکی هیلی مو ومنی! د دروند او مجاهد ورور ( وردګ ) صاحب د لیکنی په اړه چه د ګوندونو د تعدد او بدو پایلو په اړه یی لیکلی له ځینو ګوندو یی دفاع او ځینی یی پکی غندلی دی په اړه یو څه لنډ معلومات در سره شریکوم نور زیات معلومات به درسره په کومه لیکنه کی شریک کړم: شکاره خبره ده چه ګوندونه د حق او باطل دواړو اړخو کی جوړ شوی او جوړیږی که مونږ د کمونستانو او نشنلستانو سره اسلامی ګوندونه مقایسه کوو حتی د مقایسی وړ هم نه دی. مګر اسلام… نور لوستل »
د مجاهد صاحب خبره سمه ده چي باید غول مول په لیکنو کی ونه کارول سی خو ځینی وخت سړی احساساتی سی او د خپلی کوڅې د ادبیاتو څخه کار واخلی البته دا غول چي ما په لیکنه کی کار کړیدی کیمیاوی دی نه طبیعی.د کیمیاوی موادو بوی او رنګ بېل دی له طبیعی موادو څخه.
عبدالله وردګ صاب په عمر اوقلم دي برکت شه. عقلمنده ملت هغه دی چي د خپلو تيروتو نو او غلطيو څخه ګټه واخلي او تکرار يې نه کړي.روسانو په کال 1922 کي د امان الله خا ن سره د تړونونو لکه دتليګرام د نوي مزي غز ول، د کاله 5 لکه ډالرو په مرسته ورکولو سره خپله لاسوهنه پيل کړه.د نادر خان او ظاهرشاه د واک په دوران کي نور نوي تړونونه لاسليک شوه، په ظاهره خو د ابادی او د فوځ د مجهز او پياوړي کيدو په نامه وه، مګر په دې ترځ کي روسانو خپلي ريښې وغزولې، د… نور لوستل »