نړۍ

يوه فلسطيني غزه کې درې اسرائيلي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): اسرائيل وايي، چې غزه کې يوه فلسطيني ځوان د چړې په بريد کې لږ تر لږه درې اسرائيلي پوځيان وژلي او دوه نور يې ټپيان دي او بريدګر په تېښته بريالی شوی دی.

د اسرائيلو پوځ وايي، دا پېښې د غزې په شمال اريئيل سيمه کې شوې ده.

عربي رسنيو ويلي، اسرائيلي ښکېلاګرو عسکرو له پېښې وروسته سيمه کې د خلکو  په ګرځېدو بنديز لګولی او د بريدګر لټون يې پيل کړی دی.

د اسرائيلو دولتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې يو فلسطيني ځوان پر يوه اسرائيلي عسکر د چړې برید وکړ او بيا يې د هغه وسله واخيسته او سيمه کې يې د غاصبو اسرائيلو د سپارلۍ پر يوه موټر ډزې وکړي، چې له امله يو اسرائیلی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د فلسطين جهادي حرکت «حماس» د بريدګر ځوان له لوري شوی برید ستایلی او دا يې د ښکېلاګروو د جرمونو جزا بللې ده.

د بريدګر هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

اافرين د د پر إيمان او غيرت
كه فلسطينى جهادى ؟ مشرانو د ستايلو پر زاى ماشينداره توپك وركرى واى تر دى به يى دير مردار كرى واى
دا منم چى د غزى اوسيدونكى دير بيوسه او بيكسه دى خو تر هرى ورزى مرگ د يوه وار مرگ بهتره دى
كه اويا كاله نور هم همداسى و اوسى د ازادى مخ به و نه وى

خلیل الرحمن

الحمد للله!
الله دی داسی ځوانان زیات کړی، الله دی دغازیانو او مجاهدینو په کتار کی راولی الله دی دا عمل ورنه قبول کړی او موژته دی الله د داسی کړنو توفیق راکړی!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x