ورزش

کوټې په لومړي وار د پاکستان غوره ليګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۷ل): د کوټې ګلډيټر لوبډلې په پي ايس ايل پايلوبه کې د پيښور زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو په لومړي وار د ياد ليګ اتلولي خپله کړه.

د پاکستان سوپر ليګ څلورم پړاو سياليو کې د کوټې ګلډيټر لوبډلې وروسته له ډيرو هڅو او درې پايلوبو لوبولو د ياد جام په ګټلو بريالۍ شوه.

په پايلوبه کې لومړی توپوهنه د پيښور لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې ۱۳۸ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا زياتې ۳۸ منډې عمر امين وکړې، د کوټې لخوا ځوان محمد حسنين ۳ ويکټې واخيستې.

په ځواب کې د احمد شهزاد او ريلي روسو په زړه پورې توپوهنې سره کوټې لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اور کې بشپړ کړ او د ياد ليګ اتلولي يې د ۸ ويکټو په توپير خپله کړه.

شين واټسن په ليګ کې د غوره توپوهنې او د ليګ غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي ۴۳۰ منډې جوړې کړې.
حسن علي په زياتو ويکټو اخيستلو د ليګ غوره توپ اچونکی وټاکل شو، نوموړي ۲۵ ويکټې واخيستې.
کرن پولارډ غوره ډګر ساتونکی وټاکل شو.
عمر خان غوره ايمرجينګ لوبغاړی وټاکل شو.
محمد حسنين د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
اسلام اباد يونيټډ لوبډلې د ليګ سپيريټ مقام خپل کړ.

د پاکستان سوپر ليګ څلورم پړاو سيالۍ په عربي اماراتو کې پېل شوې چې ۳۰ سيالۍ يې په عربي اماراتو او وروستۍ ۸ سيالۍ د پايلوبې سربېره په کراچۍ نيشنل لوبغالي کې ترسره شوې.

په ياد ليګ کې شپږ لوبډلو (کوټه ګلډيټر، پشاو زلمي، ملتان سلطانز، کراچي کينګز، اسلام اباد يونيټډ او لاهور قلندرز) ګډون کړی و چې د لاهور او ملتان لوبډلې له سياليو بهر شوې او څلورو نورو نيمه پايلوبو ته لار موندلې وه.

د يادونې ده چې د پاکستان سوپر ليګ په ۲۰۱۶م کال کې پېل شو چې په لومړي وار اتلولي اسلام اباد، په دويم وار په ۲۰۱۷م کې پشاور زلمي، په دريم وار بيا په ۲۰۱۸م کې اسلام اباد او اوس په ۲۰۱۹م کال کې کوټې ګلډيټر لوبډلې اتلولي خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x