ورزش

راشد خان ټيسټ لوبو کې افغانستان لپاره يوه پاڼۍ کې پنځه ويکټې واخيستې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۷): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه ليګ سپينر راشد خان د افغانستان لخوا لومړی لوبغاړی شو چې د ټيسټ لوبې په يوه پاڼۍ کې يې پنځه ويکټې واخيستې.

د ايرلينډ پر وړاندې په يوازينۍ ټيسټ لوبه کې هغه مهال راشد خان پنځه ويکټې واخيستې چې ايرلينډ لوبډلې د هدف ټاکلو کوښښ کاوه.

د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ يوازينۍ ټيسټ لوبه دوام لري چې ايرلينډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۲ او افغانستان ۳۱۴ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې ايرلينډ ۲۸۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه، چې افغان لوبډلې ۲۹ منډې جوړې کړي او يوه ويکټه يې له لاسه ورکړې ده.

په لومړۍ پاڼۍ کې راشد خان ۲ او دويمه پاڼۍ کې ۵ ويکټې واخيستې، همدا ډول يمين احمدزي دواړو پاڼيو کې ۶، وقار سلامخيل ۴ محمد نبي ۳ خو وفادار مومند کومه ويکټه ترلاسه نه کړه.

د يادونې ده چې د ايرلينډ پر وړاندې د يو ورځنيو سياليو په دوران کې راشد خان په ټولو نړيوالو لوبو کې تر ۲۰۰ زياتې ويکټې بشپړې کړې، نوموړی لومړی افغان لوبغاړی و چې دغه څلي ته ورسيد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x