افغانستان

د بادغيس والي د ځانوژنې ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): د بادغيس والي عبدالغفور ملکزي ګواښ کړی، که بالا مرغاب ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شي، دی به  ځانوژنه وکړي.

عبدالغفور ملکزي ويلي، چې د بالامرغاب ترينګلي امنيتي وضعيت په اړه يې ولسمشر اشرف غني او بهرنيو پوځيانو ته خبر ورکړی او که دغه ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شي،  نو دی به کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ودانۍ مخته ځانوژنه وکړي.

نوموړي دا ګواښ په داسې حال کې کړی، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې طالبانو په بالامرغاب کې د دولتي عسکرو پر پوستو او قرارګاوو پراخ خونړي بریدونه پيل کړي او دغه جګړه لا هم روانه ده.

تېره ورځ د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخيزي رسنيو ته ويلي و، چې طالبانو بالامرغاب کې د عسکرو شپاړس پوستې نيولي او پنځوس عسکر هم طالبانو ته تسليم شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې  هم په خپل راپور کې د دولتي عسکرو د بې ساري تسليمۍ خبر ورکړی دی.

ورځپاڼه زياتوي، چې بالامرغاب کې پنځوس عسکر طالبانو ته تسليم شوي، سل يې ترکمنستان ته اوښتي وو، خو د ترکمنستان سرحدي ځواکونو له لوري بېرته راشړل شوي او دغه عسکر له خپلو وسلو سره د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Basetkhan

دوالي ددي اوازرسنیز کول که له یوې خوا ګټه لري بل خواداتاوان هم لري چې اوازیې رسنیز سي حتما حکومت له شرمه هم توجه ورته کوي هلته امریکایان اوداخلي غلامان ټول زور وهي دمسلمانانو دشهادت سبب کیږي فلهذا….

جميل

كه دى غلام اسلامى عقيده درلودلاى نو دا خبره به يى نه كولاى
صبا به طالبان بالا مرغاب هم فتح كرى ان شاءالله بيا به د دى غلام رشتيا او درواغ معلوم شى .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close