د يو ورځنيو نړيوال رينکينګ؛ اصغر مخکې خو راشد وروسته شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان تکړه لوبغاړي راشد خان په يو ورځني نړيوال رينکينګ کې خپل دويم مقام له لاسه ورکړ او دريم ته ښکته شو، خو بالعکس اصغر افغان په توپوهنه کې وړاندې شوی ډی.

د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د نيوزيلنډ توپ اچونکي ټرينټ بولټ د بنګلديش پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونې او په يوه لوبه کې ۶ ويکټو اخيستلو سره له دريم څخه دويم نمبر ته وړاندې شو.

ټرينټ بولټ اوس په نړيوال رينکينګ کې د ۷۵۹ پواينټونو سره له جاسپريټ بومرا چې ۷۷۶ پواينټونه لري وروسته په دويم نمبر شو، حالانکه راشد خان د ۷۴۷ پواينټونو سره دريم نمبر ته ښکته شوی دی.

خو له بل اړخه د ملي لوبډلې مشر اصغر افغان چې د ايرلينډ پر وړاندې يې پرلپسې درې نيمه سليزې ووهلې په نړيوال رينکينګ کې ۱۶ نمبره پرمختګ کړی دی چې اوس په ۸۷م نمبر شو، ويرات کوهلي او روهيټ شرما خپل لومړی او دويم مقام ساتلی دی خو کوينټن ډي کاک په څلورم نمبر شو.

په لوبډلو کې پاکستان لوبډله له پنځم څخه شپږم نمبر ته ښکته شوه، د هند پر وړاندې د استراليا سيريز په درې-دوه ګټنې سره پاکستان يو نمبر ښکته او پرځای يې استراليا وړاندې شوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د