افغانستان

بادغیس؛ بالا مرغاب د ډزو او تسلیمۍ د غږونو شاهد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): له تېرو درېیو ورځو راهیسې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د طالب سرتېرو تر بریدونو لاندې ده، چې د دولتي ځواکونو ډله‌ییزې تېښتې او تسلیمۍ وضعیت د هغوی پر ګټه تمام کړی دی.

طالبانو تېره ورځ وویل، چې ۷۲ عسکر سلامت ګوتو ته ورغلي او تر خوندي ځایونو يې رسولي دي، خو د دې تر څنګ يې د مورچاق سیمې پر نیولو سربېره د ولسوالۍ د مرکز د محاصرې خبر هم ورکړی دی.

نیویارک ټایمز بالامرغاب کې د طالبانو لاس ته ورغلي عسکر ۱۵۰ تنه یادوي، چې ۵۰ تنه يې د جګړې په لومړیو کې طالبانو ونیول او ۱۰۰ نور له وېرې ترکمنستان ته وتښتېدل، خو بېرته را وشړل شول او د طالبانو منګولو کې کېوتل.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دوی پر محاصره عسکرو هم د تسلیمۍ غږونه کوي او نه يې لورېږي چې کورنۍ يې د مرګ پر ویر اخته شي.

د طالبانو د «ورځې خبره» تبصره کې د ښاغلي احمدي په حواله ویل شوي، چې دوی «په تکراري توګه له یادو دولتي سرتېرو څخه غواړي چې ورته تسلیم شي، ژوند به یې وژغورل شي.»

تېره ورځ طالبانو وویل، په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې يې نهه کنډکونه، یو مهم پوځي مرکز، لسګونه پوستې نیولې دي او ۷۲ تنه عسکر يې ژوندي نیولي چې تر خوندي ځایه يې رسولي دي.

د بادغیس والي بالامرغاب کې د جګړې پر وړاندې د جالب ګواښ خبرداری ورکړی، په وینا يې که دغه ولسوالي طالبان بشپړه ونیسي، دی به ځان ووژني.

عبدالغفور ملکزي ويلي، چې د بالامرغاب ترينګلي امنيتي وضعيت په اړه يې پر اشرف غني او بهرنيو ځواکونود مرستې غږ کړی دی، که يې مرسته ونه‌شي، نو دی به کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مخې ته ځانوژنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x