ارشیف؛ تصویر د طالبانو له ویډیو اخیستل شوی

طالبان: لا هم وخت شته، دولتي ځواکونه دې وسلې پر ځمکه کېږدي!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو پر دولتي ځواکونو غږ کړی چې لا هم فرصت لري چې وسله پر ځمکه کېږدي او له خپل ولس سره له جګړې لاس واخلي.

«د ورځې خبره» تبصره چې د طالبانو له رسمي ادرسه خپرېږي، د بادغیس په بالامرغاب کې د جګړې، تسلیم شویو عسکرو او دولتي ځواکونو پر ځپل شوي مورال را څرخي.

طالبانو ویلي، د مورچاق په نوم سیمه چې نږدې دوه زره کورنۍ پکې ابادي دي له دولتي ځواکونو او اربکیو تصفیه شوې او د دوی لاسته ورغلې، د دې ترڅنګ لسګونه عسکرو وسله پر ځمکه ايښې او تسلیم شوي دي.

دوی دا جګړه د دولتي ځواکونو د کمزوري مورال څرګندوی بولي او لیکي، چې د دوی د سرتېرو «بریالي عملیات او په ترڅ کې یې د کابل رژیم د سلګونو عسکرو ډليیزه تېښه جوته وي چې د کابل رژیم د امریکایانو د وتلو له ګونګوسو سره سم له سخت ډار او وارخطايۍ سره لاس او ګریوان دی.»

طالبانو په ګواښمنه لهجه پر دولتي ځواکونو د تسلیمۍ غږ کړی «که امریکایان عملا اعلان وکړي چې له افغانستان څخه نور بار او بسترې ټولوي او عسکر باسي؛ نو بیا به د کابل رژیم د دغو اجرتي ساتونکو ( اربکیانو او سرتېرو ) څه حال او برخلیک وي؟»

تر دې ګواښ وروسته ورته د تسلیمۍ توصیه شوې او لیکي چې دولتي ځواکونه له موقعې نه په ګټه باید «پرخپلو تېرو کرغېړنو اعمالو پښیماني وکړي، د صلیبي اشغال د ملاتړي او ګوډاګي رژیم له دفاع او ساتنې څخه لاس واخلي او نور د خپل ملت د وینې تویولو څخه په کامله مانا توبه وباسي.»

دا په داسې حال کې دی چې نیویارک ټایمز هم په بادغیس کې د دولتي ځواکونو تېښته او تسلیمي «بې سابقې» بللې، خو د دې تر څنګ د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي د عسکرو له تسلیمۍ منکر دی خو ترکمنستان ته د سلو عسکرو تېښته يې منلې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

زما په فکر چه طالبان باید ټولی غلامی اداری د تسلیمی د پاره دا اعلامیی هر چیری وویشی ډیر لږ کسان د اشغالګرو سره د غلامی په اړیکو کی بند باتی دی هغوی له دی ډاره هم نه تسلمیږی چه اشغالګرو تری د قضایی مصونیت په ترلاسه کولو د کررونو د څارنی او ساتنی وخت کی په کورنیو یی چه څه خوښه وه ( چه قلم او ګوتی یی له لیکلو شرمیږی ) هغه ترسره او ویدوګانی ورله دکی کړی او بیا یی همدغه لوړپوړو او منځپوړو غلامانو ته په بل مجلس کی شودلی او ورته ویل شوی چه د… نور لوستل »