پروان کې د بهرنيو پوځيانو بې پيلوټه الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): د  پروان ولايت چارواکي وایي، چې بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځيانو بې پيلوټه جاسوسي الوتکه نسکوره شوې ده.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنيو ته ويلي، چې دغه بې پيلوټه الوتکه د ناټو د قاطع ملاتړ وه او د څار ماموريت پر مهال تېره ورځ ناوخته د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوې ده.

د قدوسي  په ويناد نسکوره شوې جاسوسي  الوتکې پاتې شوني د پوليسو له لوري د ناټو قاطع ملاتړ ادارې ته سپارل شوي دي.

د ناټو قاطع ملاتړ ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو هم تر اوسه د نسکورې شوې الوتکې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د