لوګر؛ طالبانو د برکي برک ولسوالۍ امنیه قوندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه څو ساتونکي يې په یوه چاودنه کې له منځه وړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، قومندان صابرخان يې نن سهار له څو تنو ساتونکو سره یو ځای د یادې ولسوالۍ په شیروازه سیمه کې وژلی دی.

Qomandan

قومندان صابر؛ تصویر د طالب ویاند له ټویټر پاڼې

هغه لیکلي: «د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان(صابرخان) له یو شمیر ساتونکو سره په تکتیکي چاودنه کې ووژل شو او د خپلو ناوړه کړنو په سزا ورسید.»

تر اوسه د لوګر ولایت ځايي چارواکو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د