افغانستان ټیسټ کې لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۷ل): افغانستان کرېکټ لوبډلې د ایرلینډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو د ټيسټ تاریخ لومړۍ بریا په خپل نوم ثبت کړه.

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټیسټ سیالۍ په ځلورمه ورځ پای ته ورسیده چې په کې افغان لوبډلې ایرلینډ ته د رحمت شاه او راشد په زړه پورې لوبې ماتې ورکړه.

د افغانستان لخوا څلور لوبغاړو (رحمت شاه، حشمت شهیدي، اصغر افغان او احسان جنت) په ټيسټ لوبو کې خپلې لومړۍ نیمه سلیزې او راشد خان په یوه پاڼۍ کې پنځه ویکټې واخیستې.

د یادې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټیم مورتاغ نیمه سلیزې په مرسته ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې افغانستان د رحمت شاه د ۹۸، د حشمت شهیدي او اصغر افغان په نیمه سلیزو ۳۱۴ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ په دویمه پاڼۍ کې د انډي بلبیرني او کیون اوبراین په نیمه سلیزو ۲۸۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه، افغانستان ټاکلی هدف د رحمت شاه او احسان جنت په غوره توپوهنه او نیمه سلیزو بشپړ او خپله لومړۍ تاریخي بریا ثبت کړه.

په یاده لوبه کې راشد خان ټولې ۷، یمین احمدزي ۶، وقار سلامخیل ۴ او محمد نبي ۳ ویکټې واخیستې، خو وفادار مومند په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو.

په توپوهنه کې زیاتې ۱۷۶ منډې رحمت شاه وکړې، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۹۸ او دویمه پاڼۍ کې يې ۷۶ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

افغانستان څلورمه لوبډله شوه چې په خپله دویمه ټیسټ سیالۍ کې بریا خپلوي، له دې وړاندې استرالیا په لومړۍ ټيسټ کې بریا خپله کړې وه، انګلستان او پاکستان په دویمه، ویسټ انډیز په ۶مه، زمبابوې په ۱۱مه، سویلي افریقا په ۱۲مه، سریلنکا په ۱۴مه، هندوستان په ۲۵مه، بنګلدیش په ۳۵مه او نیوزیلنډ په خپله ۴۵مه ټیسټ لوبه کې لومړۍ بریا خپله کړې وه.

له دې وړاندې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ بشپړه کړه چې د شل اوریزو لړۍ افغانستان په درې-صفر او د یو ورځنیو لوبو لړۍ په ۲-۲ مساوي پای ته ورسیده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د