فیسبوک د نیوزیلنډ پېښې یو نیم ملیون ویډیوګانې حذف کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک اعلان کړی چې دوی په نیوزیلنډ کې د ترهګرې پېښې اړوند په ژوندۍ بڼه خپرې شوې د یو نیم ملیون څخه زیاتې ویډیوګانې حذف کړي دي.

د مارچ میاشتې په پنځلسمه نېټه د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې پر دوه مسجدونو ترهګریز برید ترسره شو چې له کبله یې تر ۵۰ زیاتو مسلمانانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

برید کونکي ترهګر ددغې پېښې بوږنونکې ویډیويي صحنه په ژوندۍ بڼه خپره کړه چې مخامخ یې پر لمونځ کونکو ډزې کولې، دغه ویډیو په څو ثانیو کې په ملیونونو کسانو ته ورسیده.

فیسبوک په خپل کړي اعلان کې ویلي چې دوی په ۲۴ ساعتونو کې فیسبوک ته ددغې ویډیو خیژولو یا اپلوډولو پرمهال تر ۱۲ سوه زرو او همدغه ډول ترهګریزې ویډیوګانې په ستره شمېره له فیسبوک څخه حذف کړي، ددې لپاره فیسبوک له یوې ځانګړې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې ده.

ددې سربېره هم پر فیسبوک ددغې پېښې او دې ته اړوند ۳ سوه زره ویډیوګانې پر فیسبوک او میسنجر خپرې شوې خو وروسته یې پر خپرولو او یا ډاونلوډولو بندیز ولګید، د فیسبوک ویاند میا ګارلیک ویلي چې دوی د یادې پېښې اړوند هغه ویډیوګانې هم له منځه وړي چې تاوتریخوالی په کې نه ښودل کیږي.

د کرایست چرچ ښار مسجد حملې ویډیوګانې پر فیسبوک، ټویټر او یوټیوب په چټکۍ سره خپرې شوې خو دغه شرکتونه په دې ونه توانېدل چې د ویډیوګانو د خپریدو مخه ونیسي، د معلوماتو له مخې شاید دغه شرکتونه د یادې پېښې له کبله له بندیز سره مخ شي.