نیويارک ټايمز: سعودي وليعهد د خپلو مخالفينو ځپلو لپاره پټ عملياتي پلانونه په کار اچولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د خپلو سياسي مخالفينو د ځپلو لپاره پټ عملياتي پلانونه په کار اچولي دي.

نيويارک  ټايمز ادعا کړې، چې هغو اسنادو ته يې لاس رسی موندلی، د کومو له لارې بن سلمان خپلو پټو ځانګړو وسله والو ته د هغه د مخالفينو د ترور کولو، بندي کولو او تښتولو امر کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا سعودي حکومت دا ډله د چټک غبرګون ګروپ  نومولی دی.

نيويارک ټايمز د سعودي شاهي ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي، چې تېر کال اکتوبر کې د ترکيې استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د واشنګټن پوسټ سعودي خبريال جمال خاشقجي قتل هم د دغې ځانګړې وژونکې ډلې په لاس شوی دی او دغه ګام يې د بن سلمان د مخالفينو د اواز ځپلو يوه هڅه بللې وه.

د جمال خاشقجي د قتل له امله سعودي حکومت په سيمه ييزه او نړیواله کچه له سختو نيوکو او فشارونو سره مخ دی او امريکايي سناتورانو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د خاشقجي د قاتلانو پر ضد رښتيني ګامونه پورته کړي، خو ټرمپ نه  يوازې دا، چې د هغه د قاتلانو پر ضد کوم ګام پورته نه  کړ، بلکې  د هغوی د ژغورنې او دفاع هڅې کوي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د استخباراتي ادارو چارواکو امريکايي سناتورانو ته په خپل تازه راپور کې ويلي، چې دوی دې پايلې ته رسېدلي، چې سعودي وليعهد د خاشقجي په قتل کې شريک دی، خو سعودي  دا تورونه رد کړي دي.

د نيويارک ټايمز په راپور کې دا هم راغلي، چې  د بن سلمان له لوري ګومارل شوې ډلې تېر کال جون مياشت کې د سړيو سربېره يو شمېر ښځې هم زنداني کړي، هغوی يې شکنجه کړي، ذهني کړاوونه يې ورکړي او دا خلک په خپلو چارو کې دومره بوخت وو، چې د وليعهد له سلاکار څخه يې  غوښتي وو، چې دوی ته دې د لوی اختر د رخصتيانو نه کولو له امله ځانګړی انعامونه ورکړل شي.

سعودي حکومت د دغه ډول وژونکې ډلې د جوړېدو پخلی يا رد نه دی کړی

نيويارک ټايمز وايم ادعا کړې، چې د دغه ګروپ ټول واکونه له وليعهد محمد بن سلمان سره دي او د استخباراتو لوړپوړی مشر سعودی القحطاني د دې ډلې مشري کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

سلام ورحمت الله
بسيار جالب است عمليات هاى رهبرى شده خودشان خودشانرا پريشان ميسازد. سؤال براگيز نيست؟

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الله سبحانه دي تاسي غربي ارذال، دغه سعودي ظالمان، د اسلام د سپېڅلي دين دښمنان، په اسلامي هيوادونو کي پر مسلمانانو ظلم کوونکي، په تېره د افغانستان د خلکو او خاوري سره جفا کوونکي په خپل سخت قهر او غضب اخته کړي. نن مهال پر مسلمانانو بې ساري ظلمونه روان دي الله دي په خپل تدبير او عدل دغه منغص حالت ته بدلون ورکړي.