
زمبابوې او موزمبیق کې سمندري توپان ۱۲۷ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): د افريقا په زمبابوې او موزمبیق هېوادونو کې سېلابونو او سمندري توپان سلګونه کورونه ويجاړ کړي او تر اوسه د ۱۲۷ کسانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې ۶۵ د زمبابوې او ۶۲ د موزمبيق دي او د مرګ ژوبلې د زياتېدو اندېښنه هم شته.
د موزمبيق حکومت وايي، چې د وژل شوو کسانو د لټون سربېره د سيمې خلکو ته د مرستو رسولو چارې هم روانې دي. په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د راپورونو له مخې په دواړو هېوادونو کې د ټپيانو ش شمېر له پنځو سوو اوښتی دی.