د خبریالانو ملي ورځ؛ روان کال کې اتلس خبریالان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): خبریالانو مرکز وايي روان لمریز کال هم د تېر په څېر د خبریالانو لپاره یو خونړی کال دی، چې پکې ټول ټال اتلس تنه خبریالان وژل شوي دي.

په همدې مناسبت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، د خبریالانو هڅې تر «دولتي ځواکونو» کمې نه دي او باید په هر ډول کې د همدې رسنیو ساتنه وشي.

په همدې حال کې د خبریالانو د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اشرف غني مرستیال سروردانش وویل، دوی به د خبریالانو وضعیت ته جدي پام کوي او په وینا يې په روان کال کې د خبریالانو د تلفاتو راپور زړه بوږنوونکی دی.

هغه دا هم وویل، چې د سولې د روانې پروسې ملاتړ کوي او په خبره يې هیله لري چې ژر به د کرارۍ خاوندان شو.

د خبریالانو مرکز وايي روان کال خونړی و، چې ټول پکې اتلس تنه ووژل شول، که څه هم د ډېری وژل شویو خبریالانو مسؤلیت داعش ډلې اخیستی، خو خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه خان د کمپاین ځواکونو له لوري ووژل شو.

د دې تر څنګ دولتي چارواکو، د ملي شورا ځینو غړو او د ملي امنیت په ګډون د دولتي ځواکونو ځينې قومندانانو په بېلابېلو پېښو کې خبریالان ځورولي، وهلي او ځينې يې مؤقتي زنداني کړي هم دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی: خبریالان باید بیطرفه څیړونکی او پلټونکی وی یعنی عامو او خاصو ته بیطرفه معلومات وړاندی کړی . زمونږ د هیواد رسنی نه یواځی دا چه بیطرفه نه دی بلکه د مظلوم اولس او خبلواکی غوښتونکو په مقابل اړخ کی قرار لری. دوهم: اشغال شوی هیواد کی چه خپلواکی نشته ازاد خبریالان له کومه شو ټولی رسنی د اشغالګرو په واک او لاس کی دی څه چه ورته اشغلګر دیکته کوی هغه وایی . دریم: دغه غلام خبریالان باید د مجاهدینو له خوا وژل کیدی، مګر اکثریت یی د کابل د غلامانو د بی نظمه او وارخطا ړندو بمباریو په… نور لوستل »