
بغلان کې چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنې دوه تنه پوليس وژلي او يو بل ټپي شوی دی.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر عبدالعليم غفاري هم د چاودنې تلفات تاييد کړي دي.
ډ سيمې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې چاودېدونکي توکي د پوليسو په رنجر موټر کې مخکې له مخکې ځای په ځای شوي وو.
د بغلان امنيتي چارواکو تر اوسه په دېاړه څه نه دي ويلي.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.