
عمران خان په پښتو افغانانو ته د ټیسټ په بریا مبارکي ورکړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د تاریخ په لومړۍ ټیسټ بریا افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.
عمران پر خپله ټویټر پاڼه کاږلي چې افغانانو د کرېکټ په ډګر کې په ډیر لږ وخت کې ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي، نوموړي لیکلي: «افغانستان کرکټ ټیم تہ پہ لومړي ځل ټسټ ګټلو مبارکي ورکوم. د افغانستان کرکټ لوبغاړو نړیوالې کرکټ کي دومره لږ وخت کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي».
افغانستان کرکټ ټیم تہ پہ لومړي ځل ټسټ ګټلو مبارکي ورکوم. د افغانستان کرکټ لوبغاړو نړیوالې کرکټ کي دومره لږ وخت کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 18, 2019
د پاکستان لومړي وزیر چې د پاکستان کرېکټ پخوانی لوبغاړی دی او لوبډلې ته یې په ۱۹۹۲م کال کې نړیوال جام ګټلی و په درې ژبو (پښتو، اردو او انګریزي) ټويټ کړی و او د افغانستان کرېکټ بورډ ته یې د یادې تاریخي بریا مبارکي ورکړې ده.
د افغانستان کرېکټ لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې خپله دویمه ټیسټ سیالۍ ترسره کړه چې په یاده سیالۍ کې یې ایرلینډ ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د خپل تاریخ لومړۍ ټیسټ بریا یې خپله کړه.
په یادې بریا سره افغانستان د نړۍ څلورمه لوبډله شوه چې په دویمه ټیسټ سیالۍ کې بریا خپلوي، له دې وړاندې استرالیا په لومړۍ ټيسټ کې بریا خپله کړې وه، انګلستان او پاکستان په دویمه، ویسټ انډیز په ۶مه، زمبابوې په ۱۱مه، سویلي افریقا په ۱۲مه، سریلنکا په ۱۴مه، هندوستان په ۲۵مه، بنګلدیش په ۳۵مه او نیوزیلنډ په خپله ۴۵مه ټیسټ لوبه کې لومړۍ بریا خپله کړې وه.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هغه افغان مهاجرینو ته چې په پاکستان کې استوګن دي د بانکي حسابونو پرانیستلو لپاره په لومړي وار په پښتو ټویټ کړی و.
د منافق ##دا د پښتنو بریا نه، بلکه د افغانانو پریا ده. پدی کی هم د پنجابی ځوی د منافقت او تفرقی خبره کړی.
لونګه !
عمران خان بښتنو ته نه بلکه په پښتو ژبه د افغانستان کرکټ ټيم ته مبارکي ويلې،،، تاسو بې يو ځل بيا ولولی.
لونګ جانه دافغانستان کرکټ ټیم یې یادکړی په پښتو ژبه یې لیکنه کړې ده
تاسو مفکرین خو بس له وارخطایي غوږونه موبرېږي سمه خبره بده درته ښکاري ویره وارخطایی هم حد لري
دارنګ دې ولې زېړده جانانه
لونگ جانه !
يو وارى خو و كافر، منافق، مفسد، فاسق ، هيواد پلورونكى ، يا يو فاحش او لوطى ته خو هم بد ووايه چى نور پوه شى چى په تا كى سالمه ماغزه شته او كله كله د حق طرفدارى هم كولاى شى او د تور او سپين فرق كولاى شى ، تا نه يوازى له زانه ليونى او د دين او هيواد خاين جور كرى بلكى د بل د سمى خبرى برداشت هم نشى كولاى ، عمران خان چى هر سومره بد هم واوسى بده خبره خو يى نه ده كرى مباركى يى ويلى .