رویټرز: امریکا «حمدالله محب» له دندې لیرې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): رويټرز خبري اژانس ته ګڼو سرچینو تائید کړې چې، په واشنګټن کې د حمدالله محب تر  ناندریزو څرګندونو وروسته امریکا په «محمد اشرف غني» فشار راوړی څو  حمدالله محب له دندې وشړي.

د رويټرز په قول ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري له غني سره تلیفوني تماس نیول شوی او  ورته ویل شوي چې، امریکایان به نور په کابل او واشنګټن کې له حمدالله محب سره نه ګوري او نه به هم واشنګټن ته د نوموړي رسمي سفر منل کېږي.

رويټرز د ګډ حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکي «امریکایانو فشار راوړی څو حمدالله محب د ملي امنیت شورا د سلاکارۍ له دندې لیرې کړي ځګه د ملي امنیت شورا ټول لګښتونه امریکا او بهرنیان ورکوي».

یاده دې وي چې، له دندې څخه د حمدالله محب د لیرې کولو راپورونه په واشنګټن کې د نوموړي تر ناندریزو څرګندونو وروسته خپرېږي.

محب چې څو ورځې وړاندې یې واشنګټن ته د «اشرف غني» د استازي په حیث سفر درلود، په زلمی خلیلزاد تورن ولګاوه چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو  او په افغانستان کې د واک د تر لاسه کولو هڅې کوي.

محب همدا راز خلیلزاد له افغان حکومت څخه د سولې د پروسې د معلوماتو په پټولو او په یاده پروسه کې د افغان حکومت په «منزوي کولو» تورن کړ.

د «امریکا د بهرنیو  چارو وزارت» محب دا څرګندونې (وغندولې ) او په غبرګون کې یې نوموړی احضار کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

محب لکه د کوچیانو سپی خپل مالک ته وغپل، انجام به یی همداسی د کوچیانود سپی غوندی وی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا هڅی د هیوادوالو او نړیوالو به سترګو کی خاوری دوړول دی ع او غ چا مقرر کړی او څوک به یی لیری کوی همدغه محب چا مقرر او اتمر چا لیری او لا د ریاسنت د پاره نوماند کړو، افغانستان د امریکایانو مستعمره ده څوک چه مقرروی او معزولوی د هغوی خوښه ده ، حتی محب چه کومی خبری کړی هم د امریکایانو به دستور او دا چه ددی خبرو تر شا بیا نور کوم مراحل قرار لری هغه به یو دبل پسی راښکاره کیږی . لا به په دی بابولالو د محب د غلامی حیثیت لوړوی چه د… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا د شيطان پر لكى سپور په دى هم افتخار كوى چى د ليرى يى خپل بادار سره عكس اخيستى ، خو په دى نه دى خبر چى بادار يى نور د تشناب كاغذونه هم لرى ، دى به ژر كمود ته ورواچوى او ورك به يى كرى. دا د امريكايانو عادت دى تر هغه وخته چى يى پكار وى خپله كونه په پاكوى كله چى يى بد و ايسيدى بيله استفادى يى هم كمود وراچوى او اوبه پسى ورخوشى كرى ، د امريكايانو د دى چلند چى د مزدورانو سره يى كرى دا دول ديرى نمونى شته. دا نور… نور لوستل »

Afghandost
میلمه
Afghandost

ښاغلی محب چې کومی خبری کړی له دی کبله چی دی دکابل داداری له لوړپورو چارواکو څخه یو دی ددغسې ویلو حق لری خو باید لږ په دېپلوماتیکه ژبه، خویوه خبره چه ډیره موهمه ده او زمونږ مشرانو هم ویلی چه په پردی پرتوګ(۰۰۰۰۰)نه پټیګی نوهیله می له ټولووطندارانو څخه داده چه سلیبیان فقط تاسې دخپلو ګټو لپاره استعمالوی خو هڅ وخت ستاسی دوستان نشی کیدلای لکه هغه یو چاچه دففسی دقوطی مثال راوړی ؤ،نو دخدای لپاره لږ هوښیار شی۰