بغلان؛ د قومندانانو د تسلیمۍ شېبې

بغلان؛ تاله برفک کې درې قومندانان له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د بغلان په تاله برفک ولسوالۍ کې درې تنه قومندانان چې په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت و، له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

طالبان وايي قومندان زمان، قومندان سالم او قومندان نصرت الله حقایق درک کړل او له ۵۰ میله سپکو او درنو وسلو سره يې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د دوی هغه تصویرونه خپاره کړي چې طالب سرتېري يې تر خوا خندان ولاړ او د دوی پر غاړو ګلونه لیدل کېږي.

ښاغلي مجاهد لیکلي دوی د تاله برفک په تورموش سیمه کې فعالیت درلود او په تسلیمۍ سره يې «یاده سیمه د مجاهدینو تر واک لاندې راغله.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د بل شمالي ولایت بلخ په چمتال ولسوالۍ کې قومندان نذیر هم د طالبانو لیکو ته ورغی او تر هغه وړاندې بادغیس کې شاوخوا ۱۵۰ تنه عسکرو وسلې پر ځمکه کېښودې او له جګړې تېر شول.

تر اوسه د بغلان ځايي چارواکو د یادو قومندانانو د تسلیمۍ په تړاو څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د