افغانستان

بادغیس؛ دفاع وزارت ومنله چې لسګونه عسکر يې طالبانو نیولي – ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت د هغه راپورنو پخلی وکړ، چې د بادغیس په بالامرغاب کې د طالب سرتېرو د بریدونو له امله لسګونه دولتي عسکر د هغوی لاس ته لوېدلي دي.

د دې وزارت ویاند قیس منګل د دفاع وزارت پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیو کې وايي چې ۵۸ تنه عسکر د طالبانو لاس ته ژوندي ورغلي او ضمناً يې ترکمنستان ته د تښتېدلو عسکرو په اړه هم یادونه کړې.

منګل ترکمنستان ته تښتېدلي عسکر هم ۵۸ تنه یاد کړي او ویلي يې دي، چې دوی د جګړې له امله تښتېدلي دي، خو په وینا يې بېرته د تورغونډۍ له لارې هېواد ته راغلي دي، په وینا يې ځينې ملکیان هم له جګړو تښتېدلي و.

هغه ویلي، دغه عسکر «په بالامرغاب کې د سختې جګړې له امله د ترکمنستان خاورې ته رسېدلي دي، یاد شوي ځواکونه بېرته د تورغونډۍ بندر له لارې افغان خاورې ته داخل شوي او دندو ته تللي دي.»

طالبانو په دې جګړه کې د نیول شویو عسکرو شمېر ۷۲ تنه یاد کړی، خو نیویارک ټایمز تېره ورځ ولیکل، چې ۵۰ تنه عسکر د جګړې په لومړیو ورځو کې طالبانو ونیول او ۱۰۰ تنه ترکمنستان ته له تېښتې وروسته بېرته د طالبانو ګوتو ته کېوتل.

طالبانو ويلي دغه عسکر يې خوندي ځایونو ته رسولي، خو دفاع وزارت وايي دوی به يې د خلاصون لپاره عملیات پیل کړي.

په ورته وخت کې تېره ورځ د بغلان په تاله برفک کې د تورموش سیمه کې درې فعاله نظامي قومندانان له طالبانو سره یو ځای شوي او لسګونه میله سپکه او درنه وسله يې هم ور وړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

مسلمان کشی ګټه نلرې نه اخروي نه دنیوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x