افغانستانخبرونه

د امریکا سفارت په نوروز کې د احتمالي حملو د ترسره کېدو خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د احتمالي حملو د ترسره کېدو خبرداری ورکړی.

د امریکا له سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «یاغي ډلې او ګروپونه غواړي د کابل په شمول د هیواد په ګڼو مناطقو کې اهداف په نښه کړي، په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو او بهرنیانو دفترونه تر برید لاندې راتلای شي».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « بریدګر عموما په ګڼه ګوڼه او په ځانګړې ډول د نوروز  د لمانځلو په مراسمو د برید پلان لري چېرې چې افغانان سره راټولېږي خو په هغه نقاطو کې د برید امکان زیات دی چېرې چې د بهرنیانو د راټولېدو احتمال ډېر وي».

د امریکا سفارت په ورته وخت کې د احتیاطي تدابیرو نیولو ، د راټولېدو د ځای په اړه د امنیتي ځواکونو د خبرولو او له ګڼه ګوڼه لرونکو ځایونو د لیرې اوسېدو مشوره ورکوي او له خلګو غواړي څو په یوه موقیعت  کې په زیات تعداد راټول نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sharafzai

الحمد لله و الصلاة والسلام علی رسول الله صلی الله علیه وسلم اما بعد: نن می په نن ټکې اسیا کې دا خبر ولید چې(نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د احتمالي حملو د ترسره کېدو خبرداری ورکړی.) نو زه داسی وایم چې افغانان عقل نلری که څنګه؟ چې پدې يې سر نه خلاصيږي چې دا حملی او چاودنی څوک کوي. که په ډالرو او پيسو مست راغلي تاسو خپله د دې سفارت دا اعلاميه وګورئ. قرآن کریم کې رب العالمين کافرانو ته بی عقله او حیواناتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x