ننګرهار؛ دفاع وزارت د بل عسکر جسد یوې کورنۍ ته سپارلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت د بادغیس په بالا مرغاب کې له وروستۍ جګړې د ملي اردو د یو عسکر جسد ننګرهار کې یوې کورنۍ ته د هغوی د زوی په نوم سپارلی دی.

دغه جسد چې هویت يې نه دی په ډاګه شوی، د حضرت الله په نوم سپارل شوی، چې له څه باندې یوه کال راهیسې د بادغیس په بالا مرغاب کې د اردو په لیکو کې دنده ترسره کوي.

د حضرت الله ورور فیض الله وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې يې اړیکه نیوله، چې ځايي قومندانانو يې د ورور د مرګ خبر ورکړی و، خو ویل يې چې جسد يې د جګړې په ډګر کې پروت دی او تر لاسه کولی يې نه‌شي.

هغه وايي دوی د ورور جسد ته دوه اوونۍ انتظا ویوست، خو چې کله يې کورته جسد ورسید، سره له دې چې نوم او حتی د راجستر شمېره يې هم پر تابوت وهل شوې وه، خو جسد د ده د ورور نه و.

د حضرت الله پلار ګل فقیر وايي، څه موده وړاندې يې ځايي چارواکو د زوی د ټپي کېدو خبر هم ورکړی و، خو هغه هم دروغ و او زوی يې سلامت و.

تر دې وړاندې هم د رحیم الله په نوم د ننګرهار هغه عسکر چې هلمند کې له طالبانو سره دوه کاله زنداني و، خو دفاع وزارت يې کورنۍ ته بل جسد د هغه په نوم سپارلی و.

رحیم الله په داسې حال کې د اختر په مناسبت د طالبانو له زندانه خوشي شو، چې په کور کې يې پر مرګ یو کال اوښتی و.

د پوځي شنونکو په باور په نظامي برخه کې د دولت دومره بې پروايي په ډاګه کوي چې دلته کومه همغږي موجوده نه ده او دا ډول پېښو له نظامي لیکو خلک زړه توري کړي او پر دندو بوخت ځوانان هم غواړي وتښتي یا هم طالبانو ته تسلیم شي.

د بادغیس په بالا مرغاب کې د نږدې یوې اوونۍ جګړې په پایله کې لسګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او د هغوی په وینا تر خوندي ځایونو رسېدلي دي، خو دفاع وزارت وايي دوی به يې د خلاصون لپاره «عملیات» وکړي.

د حضرت الله کورنۍ وايي سره له دې چې دا جسد د بل چا و، خو لا هم د هغه د ژوند، مرګ یا تسلیمۍ په اړه کوم معلومات نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د