سیګار: افغان امنیتي ځواکونو له قرارداديانو ۷۸۰۰۰۰ډالر غلا کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار بنسټ (سیګار) په یوه هیښوونکي راپور کې څرګنده کړي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ټوپک په مټ ډیری قراردادیان نیولي او په کانتینرونو کې یې بند کړي دي.

واشنګټن ټایمز، د سیګار د راپور په اړه لیکي چې له 2011 کال اګست څخه د 2013 م کال نومبر پورې شاوخوا د 8 لکه ډالرو سامان آلات افغان امنیتي ځواکونو د امریکایي شرکتونو له قراردادیانو ضبط کړي دي.

دغه راپور چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی؛ د بیارغونې لپاره د مرستو د څارونکي بنسټ (سیګار) په وینا، د متحده ایالاتو پوځ درې قراردادونه، دریو هغو امریکایی شرکتونو ته ورکړي، چې هغوی ته د ښه کارکردګي له امله مډال ورکول شوی وو، خو افغان امنیتي ځواکونو هغوی په زور مجبور کړي چې د دوی د ارادې او خوښي خلاف په بل ځای کې کار وکړی. او هم یې له قراردادیانو نه د څه کم یو میلیون ډالرو په ارزښت سامان آلات هم پټ او یا ضبط کړي دي.

په راپور کې راغلي، د قراردادیانو یو استازي ورته ویلي چې د دوی کارکوونکي چې ټول افغانان دي؛ د ټوپک په زور نیول شوي او په کانتینرونو کې په ورځو او ساعتونو بند کړل شوي، ترڅو له هغو سامان آلاتو څخه هم تېر شي چې د کمپنۍ او قراردادیانو خپل ملکیت وو.

په راپور کې ویل شوي چې د 2011 کال له اګست څخه نیولي د 2013 کال تر نومبر پوري 296 پېښي ثبت شوي چې له جملې څخه یې 71 هغه دي چې د قراردادي شرکتونو کارکوونکي له شکنجې، ډار او جدي ګواښونو سره مخ شوي. او سامانونه تري اخیستل شوي.

سیګار، د بیلګې په ډول زیاته کړي چې افغان امنیتي ځواکونو “د قراردادي کارکوونکو د سرونو ویښتان ور پري کړي” کله چې به قراردادیانو د دوی له غوښتني څخه انکار کاوه.

واشنګټن ټایمز د سیګار د راپور په حواله لیکي، افغان امنیتي ځواکونو د فزیکي شکنجې په نتیجه کې د اکسیجن او ویلډینګ ماشینونه، همدارنګه دفتري آلات، لکه کمپیوټر، پرینټر او نور اړوند شیان ضبط کړي دي.

سیګار وایی، د امنیتي ځواکونو له لوري انجینران اړ ایستل شوي، ترڅو په سلګونه زره ډالر هغوی ته رشوت ورکړي.

د سیګار په وینا، امنیتي ارګانونه لکه قول اردوګان هم له دې ډول پیښو نه وخت په وخت خبر کړل شوي، خو د تعقیب لپاره یې کوم میکانیزم او  پلان نلري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دا يو واقعيت دی چي د امريکا او افغانستان په ټولو پوځي او امنيتي ارګانونو کي صاحبمنصبان د امريکې د اشغال له پيله تر اوسه د امريکې او افغانستان ډول ډول شتمنۍ په ډول ډول لارو غلاکوي او د هيروئينو او ترياقو په قاچاق کي هم لاس لري. دغه لامل دی چي د امريکې، ناټو او افغان امنيتي ارګانونو جنرالان او مشران دلته به جنګ خوښ دي، دلته تر سولي جګړې ته ترجيح ورکوي او غواړي سوله سبوتاژ کړي. دلته خو دوی هيڅ نه مري او چي مري د بل زوی او احتياج عسکر، طالبان او او ولسي خلک مري… نور لوستل »