هرات؛ سیلابونو کې لس تنه مړه شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د هرات ځايي چارواکي وايي، دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله لس تنه مړه شوي او سلګونو کورونو ته زیان اوښتی دی.

طلوع‌نیوز د ځايي چارواکو په حواله لیکي، د دې ولایت په کوه‌زور، رباط سنګي، زنده جان او د مرکز شاوخوا کې خونړي سیلابونه را وتلي دي.

د راپورنو له مخې په مړه شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي، چې د دې تر څنګ يې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

تېره ورځ د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په نهه ویشتو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی و، چې د نن ورځې تر پایه يې امکان موجود بللی و.

تر دې وړاندې په فراه او د کندهار په ارغنداب کې هم ورښتونو درانه مالي زیانونه واړول، چې طالبانو او حکومت دواړو يې مرستې ته ور ودانګل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د