سامسنګ راتلونکي میاشت درې نور مبایلونه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۷ل): د سویلي کوریا مشهورې کمپنۍ سامسنګ تېره میاشت د ایس ۱۰ څلور په زړه پورې مبایلونه وړاندې کړي و خو اوس یې په ناڅاپي ډول د درې نورو مبایلونو د وړاندې کولو اعلان کړی.

سامسنګ په خپله ټویټر پاڼه اعلان کړی چې د اپریل میاشتې په لسمه نېټه به د ګلیکسي یوه نندارتون ترسره شي، که څه هم کمپنۍ دا نه ده جوته کړې چې په یاد نندارتون کې به څه وړاندې کړي خو د ویډیو له مخې ښودل کیږي چې درې نوي مبایلونه به وړاندې کړي.

سامسنګ په پام کې لري ددغه نندارتون له مخې د A سیریز درې نوي مبایلونه هر یو (A-90، A-40 او A-20) وړاندې کړي، ځکه چې ددغې مبایلونو په تېره نږدې کې ځینې ځانګړتیاوې او عکسونه افشا شوي وو.

د یادو مبایلونو په اړه زیات معلومات نه دي افشا شوي خو ویل کیږي چې د سامسنګ ګلیکسي ای ۹۰ مبایل کې به د پوپ اپ سیلفي کامره ورکړل شي، دا به په سامسنګ مبایلونو کې لومړنۍ داسې کامره وي.

د افشا شویو راپورونو له مخې به ګلیکسي A-90 مبایل په ۶ او ۸ جي بي ریم سمبال وي او ۱۲۸ جي بي حافظه به ولري، همدا ډول ګلیکسي A-40 به د ۶.۴ انچه بشپړ ایچ ډي سوپر امولیډ ډیسپلی سره وي چې په کې به د ایکسینوس شرکت «۷۹۰۴» پراسیسر ورکړل شي.

خو د ګلیکسي A-20 په اړه زیات معلومات نه دي افشا شوي، خو داسې ویل کیږي چې دا به د نورو په پرتله کمه بیه ولري.

څه موده وړاندې سامسنګ د یوه راپور له مخې ادعا کړې وه چې هره میاشت به د A سیریز نوي مبایلونه وړاندې کوي، په همدې تکل یې تېره میاشت د A-10، A-30 او A-50 مبایلونه وړاندې کړي وو چې ځانګړی ډیزاین یې درلود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د