د امریکا مشهوره سندر غاړې مسلمانه شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د امريکا مشهوره سندرغاړې ديلامايلز په ترکيه کې د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه.

ديلامايلز د ترکيې پلازمينې استانبول ته د کنسرت په موخه ورغلې وه چې په نوي زيلاند کې په جوماتونو خونړيو بريدونو پرې اغيز کړی و او مسلمانه شوې ده.

اغلې مايلز ويلي دي چې له تيرو پنځو مياشتو راهيسې يې د اسلام د دين په اړه مطالعې او څېړنې پيل کړې وې؛ خو په نوي زيلاند کې په جوماتونو بريدونو دې ته وهڅوله چې بايد خپله مسلماني اعلان کړي.

په خواله رسنيو کې د نوموړې هغه پيغام هم خپور شوی دی چې پکې د اسلام د راوړلو په حالت کې ښودل کيږي او د شهادت کلمه وايي.

هغې د اسلام له راوړلو څخه وروسته د ترکيې د فاتح سلطان احمد خان جومات ته هم لاړه او هلته يې په خپلو خبرو کې وويل چې اسلام د امن او سلامتۍ دين دی او په نوي زيلاند کې يې په جوماتونو وحشيانه بريدونه وغندل.

ديلامايلز ويلي چې په اسلام له مشرف کېدو وروسته د ډېرې خوښۍ او ارامۍ احساس کوي، چې الله تعالی ورباندې لوی انعام وکړ چې د اسلام د مقدس دین په نعمت يې ونازوله او زياته کړې يې ده چې دا یې د ژوند تر ټولو خوږې شيبې دي.

ديلا مايلز د امريکا له مشهورو سندر غاړو څخه ګڼل کېدله چې د امريکا له مشهورو سندرغاړو مايکل جکسن او ويتني هوسټن سره يې هم په ډېرو کنسرتونو کې په ګډه سندرې ويلي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم يو شمير مشهور لويديځ سندرغاړي او نور خلک د اسلام له مطالعې وروسته په اسلام مشرف شوي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احسان محمود
غړی
احسان محمود

له دېنه مو دا زده کړو :
چې په سندرو کې ارام او خوشحالي نشته ، ولي چې ( ديلا مايلز ) په خپله یو له مشهورو سندرغاړو څخه ده ، او ډير کنسرتونه يې ترسره کړي دي ، خو بیا هم وايې : چې له اسلام راوړلو وروسته د ډیري خوښۍ او رامۍ احساس کوم ، او وايې : چې دا مي د ژوند تر ټولو خوږې شېبې دي .

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د ټولو ستونزو حل په اسلام کي دی، په دې د پرېشانیو او ډول ډول لالهانديو په وخت او نړۍ کي اسلام او اسلام منل په ډېره ښه توګه زړونو ته ډاډ او اطمينان ورکوي. د کفري هيوادونو بېخي ډېر شتمن او له ډول ډول نعمتونو څخه برخمن خلک د اسلامي هيوادونو د بې وزلو خلکو خوشالي نه لري او دا واقعيت دی چی بالاخره اسلام د ټولي نړۍ راتلونکی دين دی، الهي شکر دی چي مسلمان يم او ښه مسلمانه کورني او اولادونه مي روزلي دي. لويه څښتنه دا ستا لوی احسان دی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

تر هغی ورځی پوری چي د شیطان د اعدام حُکم اجراء کیږی د ملګرو او دښمنانو تر منځ به ئې د عجیب او حیرانوونکی چلند شاهدان اوسو.