افغان لوبغاړو په ټیسټ نړیوال جدول کې پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۷ل): افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې د ټیسټ لوبو لومړۍ بریا په دویمه ټیسټ سیالۍ کې ترسره کړه چې په نړیوال جدول کې یې پرمختګ کړی.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په نوې خپور شوي راپور کې د افغانستان ټاپ آرډر تکړه توپوهونکی رحمت شاه د افغانستان تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.

https://twitter.com/ICC/status/1107917878815322113?s=20

رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی دی چې د ټیسټ لوبو په نړیوال جدول کې یې پرمختګ کړی دی، نوموړی د ایرلینډ پر وړاندې د دوه نیمه سلیزو او د غوره لوبغاړي له ټاکل کېدو ورسته ۸۸ ځایه وړاندې شو او په ۳۷۸ پواینټونو سره په توپوهونکو کې په ۸۹م نمبر شو.

رحمت شاه په یوازې دوه لوبو سره په چټک ډول پرمختګ کړی، نوموړی لومړی افغان لوبغاړی شو چې دغه مقام خپلوي، له ده وروسته اصغر افغان په پرمختګ سره ۱۰۶م او حشمت شهیدي په ۱۱۰م نمبر شو.

سربېره پر دې په توپوهنه کې یمین احمدزي او راشد خان هم چټک او غوره پرمختګ کړی دی، یمین احمدزي د هند پر وړاندې لومړۍ ټیسټ لوبه کې ۳ او د ایرلینډ پر وړاندې یې ۶ ویکټې واخیستې چې په نړیوال جدول کې یې ۴۵ ځایه پرمختګ وکړ او ۳۳۲ پواینټونو سره ۵۰م نمبر توپ اچونکی شو.

همدا ډول راشد خان چې په شل اوریزو جدول کې لومړی او په یو ورځنیو لوبو جدول کې دریم مقام لري، د هند پر وړاندې ۲ او د ایرلینډ پر وړاندې د ۵ ویکټو سربېره ۷ ویکټې واخیستې او په نړیوال جدول کې ۵۰ ځایه وړاندې شو چې اوس ۲۳۹ پواینټونو سره په ۶۷م مقام یې خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا په نړیوال جدول کې به افغانستان لوبډله له شپږ نورو ټیسټ سیالیو ترسره کولو وروسته وکولای شي ځای ومومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د