
راشد خان: له هيڅ کومې نړیوالې لوبډلې ویره نه لرم
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او نامتو توپ اچونکی راشد خان وایي چې په نړۍ کې له هیڅ یوې سترې او تکړه لوبډلې ویره نه لري.
د یوه نړیوال خبري اژانس سره د مرکې پرمهال راشد خان وویلې چې د ایرلینډ پر وړاندې په تاریخي ټیسټ بریا سره یې پرځان باور نور هم زیات شوی دی.
۲۰ کلن راشد خان چې د نړۍ یو له مخکښ توپ اچونکو څخه دی د ایرلینډ پر وړاندې د لومړني افغان په حیث په یوه پاڼۍ کې پنځه ویکټې واخیستې او په یاده لوبه کې يې ۷ ویکټې ترلاسه کړې.
د راشد خان له وینا سره سم چې افغان لوبغاړي هر ډول استعداد او مهارتونه لري او کولای شي سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي، په اسیا جام کې د افغان لوبغاړو کارکردګي یې ښکاره بیلګه ده.
راشد خان چې د لومړي وار لپاره په ۲۰۱۵م کال کې په یو ورځنیو لوبو کې ګډون وکړ ۱۷ کاله عمر یې درلود، او په لنډه موده کې د نړۍ له غوره توپ اچونکو څخه شمېرل کیږي.
د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې راشد خان خپله جادو ښکاره کړې او کامیاب ثابت شوی دی، د ایرلینډ پر وړاندې له سیالیو وروسته اوس په هند غوره لیګ کې د سنرایزز حیدرا باد لوبډلې لخوا ګډون کوي چې ډير ژر به دغه هېواد ته سفر وکړي.
نوموړي د یاد لیګ په اړه زیاته کړه چې دغه لیګ لوبغاړي ته پر ځان د اعتماد ساتلو کې مرسته کوي، څوک چې په دغه لیګ کې ولوبیږي بیا له سترو لوبغاړو څخه ویره نه لري.
د ځان په اړه راشد خان زیاته کړه چې د لوبې پرمهال پر ځان فشار نه راولي، له خپلې لوبې خوند اخلي او د لوبې پر پایله تمرکز نه کوي بلکې غوره لوبه کول یې هدف دی.
زما پیغام راشد خان ته دادی چه دومره تکبر مه کوه . هڅی مه وایه چه زه یم په دنیا کی خدای پیدا کړی سر د پاسه سر دی…..