نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د امريکا په ډرون بريد کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې بې پيلوټه الوتکو د میدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په موټرو بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
دا بريدونه د ولسي وګړو په هغو موټرونو شوی دی چې د ميدان وردګ ولايت له مرکز څخه يې نورو سيمو ته تازه ميوه لېږدوله چې د خواجه بلند په سيمه کې د ډرون بريد ښکار شول.
تر اوسه د ميدان وردګ ولايت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده نژدې يوه مياشت وړاندې هم په دې ولايت کې ولسي ښکاريانو باندې هم ډرون بريد شوی و چې د يو زوی او پلار په ګډون يې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي وو.
نژدې درې مياشتې وړاندې د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو د سپرليو په موټر ډرون بريد شوی و چې له امله يې د درې ښځو په ګډون اووه تنه ولسي وګړي پکې وژل شوي وو.