نړۍ

پاکستان: فیصل اباد سیول لاین کی زوروره چاودنه وشوه،25 مړه او تر 100 زیات ټپيان شوي

faisal_abad_momb_blastچاودنه کی تراوسه پوري 20 کسه وژل شوي او تر 100 زیات زخمیان دی، چارواکي وایی چاودنه د ګازو (سی ان جی) د پمپ وڅنګ ته رامنځ ته شویده، چاودنه کي د سی ان جی د پمپ وداني په مکمله توګه ویجاړه شوی او شا او خوا یې ډېرو موټرو ته هم سخت زیان اړه ولی دي.

عینی شاهدان وایی چي د چاودني ځای ته څیرمه ډیري مهمي دولتي وداني پرتي دي، او چاودنه د پاکستاني استخباراتي اداری ودانی ته نژدي رامنځ ته شویده.

یو حکومتي چارواکي ویلي چې په پېښه کې تر اوسه 20 کسه وژل شوي او تر 100 زیات ټپیان شوي دي، او د مړو شمېر کیداي سی تر دې هم زیات سي، ځکه چې هغه ودانی چې د چاودني ځای ته څیرمه پرتې دي، په بشپړه توګه خرابي شوې او یا اور په کښې لګیدلی، او ځینی خلګ لا اوس هم تر دغه ودانیو لاندي بند پاته دي.

بخت الرحمن بخت- نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x