طالبان پر نیول شویو عسکرو د کورته رسېدو لپاره کرایه وېشي

بادغيس؛ طالبانو ۵۸ تنه نيول شوي دولتي عسکر خوشې کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو څو ورځې وړاندې د بادغيس ولايت په مرغاب ولسوالۍ کې څه له پاسه سل دولتي عسکر ژوندي نيولي وو چې ۵۸ تنه يې نن بيرته خوشې کړل.

د طالبان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام يې د خپل مشرتابه په امر کړی دی او د حکومت ۵۸ تنه عسکر يې په تضمين خوشې کړي او خپل کورونو ته يې لېږلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې يادو عسکرو ژمنه کړې ده چې بيرته د حکومت په ليکو کې د دوی په ضد نه جنګيږي او عادي ژوند ته به راګرځي.

احمدي زياتوي چې له اسيرو عسکرو سره د تعاطف او مهربانۍ چلند شوی دی او کورونو ته د بېرته ستنېدو له پاره کرايې هم ورکړل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې د نيول شويو يادو عسکرو نيکبختي دا وه چې طالبانو سره له جګړې او مقاومت کولو پرته تسليم شوي وو چې د طالبانو له لوري هم ورسره نيک سلوک وشو.

د يادونې وړ ده چې وخت ناوخت ځينې دولتي عسکر د جګړو پرمهال د طالبانو له لوري ژوندي نيول کيږي او ځينې يې تسليميږي چې له څه وخت زندان تيرولو وروسته بيرته خوشې کيږي.

څو ورځې وړاندې په روزګان ولايت کې يو دولتي عسکر وروسته له هغه له خپلې دندې طالبانو ته پناه يووړه چې په وينا يې دولتي قومندان ته يې څو ځلې د خپلې ناروغۍ د تداوۍ ويلي وو خو هغه يې تداوي نه وه کړې.

ياد عسکر له هغې وروسته له خپلې دندې وتښتېد او طالبانو ته يې پناه وروړه چې طالبانو يې تداوي کړې وه او خپل کور ته د تګ پرمهال يې ورسره لس زره روپۍ نغدي مرسته هم کړې وه.

دولتي چارواکو تر اوسه د یادو عسکرو د خلاصون په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

د طالبانو دغه کړنه چې څومره وستایله شې کمه ده. ای کاش چې هیڅ مسلمان افغان په خپل منځي شخړو کې نه وژل کیدلی او نه ټپي کیدلی او د مسلمانانو ذات البیني اختلافات یوازې د قیل وقال تر بریده وای، خو بیا هم د هغه ورځي په تمه چې د اسلام او هیواد پر ګټو به ټول افغانان یو شې د طالبان د اسلامي نهضت دغه اسلامي او د ترحم کړنه ډیره د ستایلو ده او ډیر مثبت اثرات به ولرې. موږ چې د افغانستان د حکومت او نظام تر قلمرو لاندي ژوند کوو داسې راته مالومیږې چې که… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د افغانستان مظلوم اولس سره د دی چه د نړیوال او داخلی وحشیانو د سخت ظلم او وحشت لاندی شبی ورځی تیروی مګر دا چه طالب مجاهدینو په شان بچیان او ورونه لری ډیر نیکمرغه دی تاسی وګوری چه د خبلو دشمنانو سره چه د دوی سره په جنګ کی وو له څه ښکلی اسلامی اخلاقو او اسلامی حکمت کار اخلی سعدی صاحب وایی [ دوستان را کچا کنی محروم تو که با دشمنان نظر دارید] مګر تر ټولو خبیث او بدمرغه د کابل غلامان دی چه هم د طالبانو او هم دامریکایانو له خوا د اخری ذلت سره مخ… نور لوستل »